د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د قوي ریاستي نظام په سر ناندریو زور اخیستی


واکمن ګوند ته د دغو تعدیلاتو د تصویب لپاره په پارلمان کې د ملتپاله ګوند ملاتړ مهم دی
واکمن ګوند ته د دغو تعدیلاتو د تصویب لپاره په پارلمان کې د ملتپاله ګوند ملاتړ مهم دی

د ترکي د ملت پال ګوند پخوانی مشر، دولت بیسل وايي، چې په ترکيې کې د ریاستي نظام کلک مخالف دی. ښاغلي بسیل په دې نظر دی، چې ریاستي نظام دیکتاتورۍ او فردي استبداد ته لاره هواروي.

د رویټرز خبري اژانس وايي نوموړي د سه شنبې په ورځ په پارلمان کې دا خبره وکړه او ټېنګار یې وکړ، چې دا نظام په اوږد مهال کې د ترکیې لپاره ګران پریوزي.

د ترکیې واکمن ګوند، آی کي، هیله لري، چې ملتپاله ګوند به یې په پارلمان کې ملاتړ تړي، چې اساسي قانون تعدیل شي او یا دا سې یو موقت سیسټم ته لاره هواره شي، چې ولسمشر په کې د خپل ګوند سره راشه درشه پاللی او ټېنګولی شي.

واکمن ګوند ته د دغو تعدیلاتو د تصویب لپاره په پارلمان کې د ملتپاله ګوند ملاتړ مهم دی. خو د ملتپاله ګوند پخواني مشر په ښکاره وویل چې د دغو دواړو نظرونو او نظامونو سره مخالف دی.

په خپله ملتپاله ګوند هم د مشرتابه پر سر په لانجو کې ګیر دي. د دغه ګوند سلګونو کسانو د ښاغلي بسیل، چې تر دوو لسیزو زیات د خپل ګوند مشر و، د لېرې کولو هلې ځلې وکړې.

د ترکیې پخواني صدراعظم احمد داود اوغلو له ولسمشر، رجب طیب اردغان سره له یو لړ سیاسي ستونزو وروسته، استعفی وکړه او ویې ویل چې بیا د خپل ګوند، عدالت او پراختیا، د مشرۍ لپاره ونه دریږي.

په همدې حال کې د ترکیې نوي لومړي وزیر بنالي یلدیرمي وویل چې د ترکیې اساسي قانون د هېواد اوسنیو شرایطو او غوښتنو ته ځواب ورکولی نشي، چې په بلې اونۍ کې به یې پر تعدیلولو کار پیل کړي.

ښاغلي یلدیرمي په پارلمان کې د خپلې نوې کابینې له اعلان وروسته وویل، چې اساسي قانون باید دا حقیقت ومني، چې د دولت اوسنی مشر د خلکو په خوښه انتخاب شوی دی. ولمسشر طیب رجب اردوغان په ترکیې کې پوره ریاستي نظام غواړي، هغه څه، چې لومړی وزیر یې ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG