د لاس رسي وړ اتصالات

د اردوغان ګوند د ترکیې د پارلمان غوڅ اکثریت وبایله


د ښاغلي اردووان د عدالت او ترقي ګوند د شهرت کمېدو برسېره ځینې رایه ورکوونکي او څېړونکي فکر کوي دا ګوند به خپل واک وساتي

د ښاغلي اردووان د عدالت او ترقي ګوند د شهرت کمېدو برسېره ځینې رایه ورکوونکي او څېړونکي فکر کوي دا ګوند به خپل واک وساتي

په ترکیه کې د ټاکنو لمړني پایلي ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پرمختیا ګوند د پارلمان غوڅ اکثریت له لاسه ورکړی دی.‌

په ترکیه کې د یکشنبې انتخابات به دا معلوم کړي چې ایا په اساسي قانون کې به داسې تعدیلات راوستل شي چې ولسمشر ته لا زیات واکونه ورکړي که څنګه.

د ترکېې صدراعظم احمد داوداوغلو هم پدې مهمو پارلماني ټاکنو کې رایه ورکړه چې کېدی شي په نتیجه کې یې په پارلمان کې د برحاله حاکمه ګوند غړو ته دا اختیار په لاس ورشي چې اساسي قانون تعدیل او صدراعظم ته نور صلاحیتونه ورکړي.

صدراعظم داوداوغلو د رایې اچولو وروسته رسنیو ته وویل"نن د تصمیم نیولو هغه ورځ ده چې د هېواد برخه لیک به معلوم کړي. په داسی ورځ کې د هرشخص مدني حق دی چې په خپله خوښه رایه ورکړي. "

د ښاغلي اردووان د عدالت او ترقي ګوند د شهرت کمېدو برسېره ځینې رایه ورکوونکي او څېړونکي فکر کوي دا ګوند به خپل واک وساتي.

څیړونکی تاران اردیم د برحاله ګوند د محبوبیت کمېدو علتونه یادوي "وروستی تاوتریخوالی او په قانون کې لاسوهنې خصوصا د اردووان لخوا، د عامه غبرګون سبب شوې. همدا د محبوبیت کمېدو سبب دی او کېدی شي او تر دې به هم لا زیات کم شوی وای، خو زما په خیال خلک فکر کوي چې اپوزیسیون ګوند هم لا د مشرۍ د پاره تیار نه دی."

یو رایه ورکوونکی وویل "کله چې د دوشنبې په سهار ویښ شم، هیله لرم چې هرڅوک د ټاکنو د پایلو نه خوشحاله او راضي اوسي. "

که د کردانو عمده ګوند اچ ډي پي د لسو فیصدو نه زیاتې رایې وګټې او پارلمان ته لاره وکړي دا به د ای کی پي ګوند د اساسي قانون د تعدیلاتو راوړلو هیله کمه کړي.

نظرسنجونې ښي چې ای کی پي به د ۲۰۱۱ کال په پرتله چې تقریباً ٥٠ فیصده رایې اخیستې وي، دا ځل به یې رایې کمه اوسي او یا حتی کېدی شي د حکومت جوړولو د پاره د بل گوند سره ائتلاف ته ضرورت ولري.

XS
SM
MD
LG