د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې په پالیسئ کې بدلون راغلی


د ترکیې په پالیسئ کې بدلون راغلی
د ترکیې په پالیسئ کې بدلون راغلی

د واشنگټن پوست ورځپاڼی لیکلی دی چی دترکیی په پالیسی کی له تیری یوی اونی راهیسی بدلون، عامو خلکو ته څرگند شویدی.

دامریکا غږ آشنا راډیو، په دی برخه کی له ډیویډ توسی سره مرکه کړیده. ښاغلی توسی د سیاسی علومو ماهر دی او دعفوی په نړیواله موسسه کی کار کوی.

ښاغلی توسی وایی چی په ترکیه کی د پالیسی د بدلون یوعلت دادی چی د منځنی ختیځ دنورو ملکونو په څیرترکیه هم له دینه ستړی شویده چی دیته انتظآر وباسی چی په منځنی ختیځ کی د فلسطین د سولی لپاره د حل یوه لاره پیداشی.

نسیم ستانیز ی : ښاغلی ډیویډ توسی مطبوعات لیکی چی ترکیی په پالیسی کی بدلون راغلی دی ستاسی په نظر ددغه بدلون دلایل څه دی؟

ډیویډ توسی په دی باب داسی وویل :

ډیویډ توسی : په دی کی یوشمیر دلایل شته دی چی ترکیی ولی خپله پالیسی بدله کړیده. اول دلیل دادی چی زه فکر کوم د سیمی یوشمیرنور هیوادونه اوترکیه چی دیوه قوی او مستقل هیواد په توگه یی په سیمه کی تبارز کړیدی، نور له دینه ستړی شویده چی دیته انتظآر وکړی چی په منځنی ختیځ کی دفلسطین د ستونزی لپاره دحل یوه لاره پیدا شی. زه فکر کوم چی ترکیه ډیری دیپلوماتیکی هلی ځلی او ډیری دیپلوماتیکی خبری دمسلی دحل لپاره غواړی. زه فکر کوم ترکیه غواړی ډیر خبری وکړی خو امریکا فکر کوی چی تراوسه پوری هم د نړی یوازینی ستر قدرت دی او د خپل ستر قدرت او ستر کوتک پالیسی استعمالوی. اومعمولا په یوازی سر عمل کوی. اوس لږ پریشانه ده چی فکر کوی ښایی ترکیه په دی قادره شی چی د سولی د بهیر لپاره دحل کومه لاره راوباسی. توسی زیاته کړه چی دایی یودلیل دی چی هغوی په خپله پالیسی کی بدلون راوستی دی.

نسیم ستانیزی : دترکیی په پالیسی کی دبدلون نور څه دلایل موجود دي ایاهغو ی په دی کی څه اقتصادی گټی لری او که نوره سیاسی جاه طلبی لری؟

ډیویډ توسی: دترکیی په برخه کی یوه خبره داده چی ډیر مستقل هیواد دی، د هیڅ شی لپاره په امریکاباندی متکی ندی. که څه هم غواړی چی په اوروپایی اتحاد کی شامل شی خو په دی کار کی به هم د غرب احسانمن نه وی. خو زه په خپله فکر کوم چی ترکیه غواړی په عربی دنیا کی ځانته یو مقام پیدا کړی. له بل پلوه زه فکرکوم چی ترکیه یو قوی او متحد هیواد کیدلی شی او د سولی راوستونکی اومنځگړی هیواد هم ترینه جوړیدلی شی.

ډیویډ توسی وویل چی یوبل دلیل چی ترکیی په خپله پالیسی کی تغییر راوستی دی هغه داهم کیدلی شی چی څرنگه چی په ترکیه کی دانتخاباتو وخت راتلونکی دی، صدراعظم طیب اردوگان اوبل هرسړی به سیاسی لوبی وکړی. هغه په ښکاره ډول د امریکا په مقابل کی دریږی او حتی داسراییلو په مقابل کی دریږی چی له ډیروخت راهیسی یی ترزیاتی اندازی پوری، متحد اوانډیوال هیواد و.

اوزما په نظر باندی څلورم دلیل دادی چی ترکیه یو مستقل هیواد دی. او په سیمه کی راپورته کیدونکی قوت دی. او په دی پوهیږی چی دهغوی ددریځ له امله تفاوت مځنته راتللی شی.

له ډیویډ توسی نه بله پوښتنه داوه چی په داحآضر وخت کی اسلامی نړی له دوه ممهو مسلو سره مخ ده یوه داسراییلو او فلسطین ترمنځ دسولی مسله ده او بله پرایران باندی د هغوی دجنجالی اټومی پروگرام له امله د بندیزونو لگول دی.

که ترکیه غواړی چی ددی دواړو مسله په برخه کی منځگړتوب وکړی نو ښایی چی ددو ی لپاره هم څه گټی ولری ، هغه گټی څه دي ؟

(... ډیویډ توسی وایی زه فکر کوم ته ریښتیا وایی ، په سیاسی لحاظ صدراعظم طیب اردوگان کولی چی خپل موقف پر مخ بوزی، او د ترکیی دریځ په نړی کی اوچت کړی. او دنړی د یوه ریښتونی لوبغاړی په توگه به تبارز وکړی. دایی یوه گټه ده او دویمه گټه یی داده چی ترکیه همدا اوس په سیمه ئیز سیاست کی قوی لوبغاړی هیواد دی او غواړی چی له بندیزونو نه مخکی په نورو امکانی لارو چارو باندی غور وکړی اوکار ترینه واخلی. نو فکر کوی چی بهتره به داوی چی خبری وشی.

ډیویډ توسی داسی وویل :

(....داهروخت ښه کارد چی د حل سوله ئیزه لاره پیدا شی.دامریکا متحده ایالات تریوی اندازی پوری خبری کوی خو کله چی خبری خلاصی شی نو وایی چی راځی یرغل پری وکړو او یا نور بندیزونه پری ولگوو. اوهغه څه کوی چی هغه نور په غوسه کوی.

باید داسی یو وخت وی چی بندیزونه یوی خواته کیښودل شی او وویل شی چی راځی له دینه ځای نه مخ په وړاندی لاړ شو. امریکا عراق ته په بیړه ولاړله او په افغانستان کی له ستونزو سره مخ ده. د فلسطین مسله نشی حل کولی ؛ او له احمدی نژاد نه کرکه کوی.

نوپه دی توگه زه فکرکوم چی ترکیه په بشپړ ډول دیته جوړه ده چی مشري وکړی، منځگړتوب وکړی او په سیاسی لحاظ په احتیاط باندی درست کارونه وکړی.

ښاغلی توسی ! ایا ترکیه داکارونه د واشنگټن د خپگان په قیمت نه کوی؟

ډیویډتوسی وایی .... زه فکر کوم چی په دی دنیا کی نور ستر قدرتونه نشی کولی چی ټوله دنیا کنترول کړی. نو زه فکر کوم چی دامریکا احاساسات ژوبلیږی، خو دا پروانلری ، زه فکر کوم چی دا ټول سیاست دی. هغوی په دغه سیمه کی هغه څه نشی کولی چی دوی یی غواړی. نو پکارده چی هغوی دوه اړخیزه اقدامات وکړی. که دوی د ترکیی په دی کار په غوسه کیږی چی له احمدی نژاد سره خبری کوی او یا په عام محضرکی اسراییل محکوموی. نوداکار خوبه کیږی. زه فکر کوم چی امریکا په ډیرو مسایلوکی دخیله ده. او زه فکر نه کوم چی هروخت دمسایلو په برخه کی ریښتیا وایی. نو پکارده چی هغوی په دی اعتراف وکړی. امریکا لا تراوسه پوری هم، په ښکاره دانه وایی چی اسراییلو د ترکیی د بیړیو په مسله کی له حد نه زیات جدی اقدام وکړ ، پکارده چی هغوی دا خبره په ښکاره وکړی، دا پروانلری چی څومره نیژدی انډیوال هیواد دی. دابه دهغوی احترام اودرناوی زیات کړی.

XS
SM
MD
LG