د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د ولسمشر د واک په اړه ټولپوښتنه ختمه شوه


ولسمشر اردوغان وايي هیله لري چې خلک به په اساسي قانون کې د تغیراتو په پلوۍ رایه ورکړي
ولسمشر اردوغان وايي هیله لري چې خلک به په اساسي قانون کې د تغیراتو په پلوۍ رایه ورکړي

ترکان نن د اپریل پر ۱۶ رایه ورکوي چې آیا ولسمشر ته نور سیاسي واک هم ورکړل شي که نه.

ابتدايي راپورونه ښيي چې ۵۱ فیصده خلکو د تغیر په پلوۍ او ۴۹ یې په ضد رایې ورکړي دي.

که داسې وشي د ترکیې اوسنی ډیموکراتیک پارلماني نظام به په قوي جمهوري نظام بدل شي او ښايی ولسمشر رجب طیب اردوغان تر ۲۰۲۹ کال پورې پر واک پاتې شي.

دغه کار به د ترکیې په کورني سیاست کې د لویو بدلونونو ترڅنګ ښايي له اروپايي ټولنې سره هم د ترکیې اړیکې ټکنۍ کړي.

د ناټو غړي هېوادونه د ترکیې له لارې اروپا ته د کډوالو د بهیر د مخنیوی غوښتنه کوي او په دې اړه یې له ترکیې سره یو تړون کړی دی، خو ولسمشر اردوغان ویلي چې له ټولپوښتنې وروسته به په دې اړه بیا کتنه وکړي.

څومره خلک رایه ورکوي؟

ټاکل شوې چې شاوخوا ۵۵میلیونه ترکان په دغې ټولپوښتنې کې رایه ورکړي. د دغه رېفرېنډم لپاره په ټولې ترکیې کې ۱۶۷۱۴۰ انتخاباتي مرکزونه جوړ شوي دی، ټولپوښتنه د ترکیې په وخت د سهار په اتو بجو پیلیږي او د ماښام په ۵ بجو ختمیږي.

کوم ترکان چې له هېواده د باندې اوسیږي، لا له ووړاندې يې د انټرنټ او خپلو سفارتونو له لارې په دې اړه رایه ورکړې ده.

ولسمشر اردوغان خپل کور ته نژدې په استانبول کې رایه ورکړه او وویل "که د الله رضا وه، زموږ خلک به چټک پرمختګ ته د لار پرانیستلو لپاره پرېکړه کوي. زه د خپلو خلکو په ډیموکراتیک درک باور لرم".

ویشوونکې ټولپوښتنه

د ولسمشر اردوغان پلویان وايي چې په اوسني اساسي قانون او نظام کې بدلون اړین دی، دا قانون په ۱۹۸۰ کال کې په ترکیه کې له نظامي کودتا وروسته د ترکیې امنیتي او سیاسي ستونزو ته په کتو پوځي جنرالانو جوړ کړ او ورسره یې د ترکیې د ماتېدونکي پخواني ایتلافي حکومت مخه ونیوله.

خو د ولسمشر اردوغان مخالفان بیا وايي چې دا کار په ترکیې کې لوی استبدادي نظام ته لاره هواروي.

د رویټرز خبري اژانس وايي په تېرې جولاۍ کې د ناکامي پوځي کودتا څخه وروسته ۴۷۰۰۰ خلک بندیان شوي او ۱۲۰۰۰۰ نور کسان له دندو څخه یا شړل شوي او یا یې هم دندې ځنډول شوي دي.

دغه کار د ترکیې د لویدیځو ملګرو نیوکې هم پارولي دي.

د ټولپوښتنې یا ریفرانډم د کمپاینو پر مهال د اروپايي ټولنې د ځینو هېوادونو او ترکیې اړیکې ښې نه وې، جرمني او هالنډ په خپلو خاورو کې د دغه رېفرېنډم لپاره د غونډو او کمپاینونو اجازه نه وه ورکړې.

XS
SM
MD
LG