د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کی داساسی قانون بدلونونه منظور شول


اروپايي اتحاد ترکیه دیته هڅوی چی په اساسی قانون کی دخپلو اصلاحاتو په پروگرام کی له ډیر زیات انصاف او شفافیت نه کار واخلی.

د ترکیی اصلاحات دیکشنبی په ورځ درایوورکوونکیو له خوانه منظور شول. دغه بدلونونه به د ترکیی ٣٠ کلن اساسی قانون داروپا له معیارونوسره برابر کاندی.

د اروپايي اتحاد د انکشاف او پراختیا کمشنر ستیفن فیولی ددوشنبی په ورځ وویل چی دا رایی د ترکیی هغه تعهد څرگندوی چی د ترکیی اتباع یی له اصلاحاتو سره لری چی ددوی حقوق او ازادی پر مخ بوزي.

هغه وايي چی ترکیه دیته ضرورت لری چی داسی قوانین جوړ کاندی چی اصلاحات عملی کاندی. هغه زیاته کړله چی اوروپايي اتحآد به ددوی اجراات له نیژدی نه وڅاری.

هغه ترکیه دیته هم وهڅوله چی څومره ژر چی کیدلی شی د نوی اساسی قانون مسوده جوړه کاندی.

دیکشنبی دورځی رای گیری دترکیی دهغی کودیتا د کلیزی په ورځ وشوه چی په ١٩٨٠ کی شوی وه. مرگ ژوبلی په څو ښارونو کی درایو اچولو کی بی نظمی پیښه کړله.

د کردانو مهم گوند کردان دیته وهڅول چی له دغو رایو اچولو سره پریکون او مقاطعه وکړی. هغوی وايی چی دامسله د کردانو د ستونزی لپاره د حل لاره نه راوباسی.

دترکیی په اساسی قانون کی ډیره جنجالی مسله د ترکیې داساسی قانون دمحکمی او د قاضیان د عالی هیئت او څارنوال مسله ده.

پارلمان ته به غټ صلاحیتونه د قاضیانو او څارنوال په ټاکلوکی ورکړل شی.

د یوی بلی مادی له مخی هغه کسان چی د ١٩٨٠ د کودتا مسوولین دي هغوی به د قانون نه معافیت ونه لري.

سیاسی تحلیل کوونکی دی ولسپوښتنی ته د مشرانو په برخه کی د عامه نظریاتو د سروی او صدراعظم رجب طیب اردوگان د مقبولیت په نظر گوری.

ترکیه له ٢٠٠٥م کال راهیسی مذاکرات کوی چی د اوروپايي اتحآد په ٢٧ غړیو هیوادونو کی شامله شی، خو تراوسه پوری یی لږ پرمختگ کړیدی، ځکه فرانسه او جرمنی دواړه دترکیی له هلو ځلو سره مخالفت کوی.

خو اروپايي اتحآد ډیردیته لیوال دی چی له ترکیی سره په داسی مسایلو لکه د منځنی ختیځ دسولی بهیر او دایران دا ټومی اینرژی د پروگرام، او بوسنیا په هکله او همدارنگه هغو نورو ځایونو کی ترکیه نفوذ لري په گډه کار وکړی.

XS
SM
MD
LG