د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي له ترهگرو سره تر اخره جگړه کوو


اردوغان وايي ترهگر د گډوډۍ د منځته راوستلو هڅه کوي، زموږ دخلکو د روحیې دکمزوري کولو او زموږ د هېواد د بې ثباته کولو هڅې کوي
اردوغان وايي ترهگر د گډوډۍ د منځته راوستلو هڅه کوي، زموږ دخلکو د روحیې دکمزوري کولو او زموږ د هېواد د بې ثباته کولو هڅې کوي

د رینا د شپې کلب د استانبول په ډېره بډایه او لوکسه سیمه اورتکای کې پروت دی او د مشهورو، بډایانو او بهرنیانو د ساعت تیری ځای دی

ن د یکشنبی په ورځ سهار دوخته داستانبول د ښار په یوه کلب کې د ډزو په ترڅ کې ۳٩ تنه ووژل شول. یوشمېر خلک په دغه کلب کې د نوي کال د خوشالیو لمانځلو ته راټول شوي وو چې دا پېښه وشوه.

د ترکېې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سایلو وویل په مشکوک پسې لټون راون دی او لانیول شوی ندی.سلیمان سایلو وايي " تراوسه پورې زموږ نهه دیرش کسان وژل شویدي. موږ د شل تنو هویت تشخیص کړیدی؛ پنځه لس تنه پکې بهرنیان وو اوپنځه تنه نور زموږ اتباع وو."

یوعیني شاهد وايی په کلب کې د برید پر وخت تقریبا شپږ سوه کسان حاضر ول
یوعیني شاهد وايی په کلب کې د برید پر وخت تقریبا شپږ سوه کسان حاضر ول

د کورنیو چارو وزیر وویل په روغتونو کې د ٦٩زخمیانو علاج وشو. په زخمیانو کې څلور تنه کاري زخمي شوی دي او یوتن پکې ډیر کاري زخمي دی. دکورنیو چارو وزیر د سیسلي اطفال په روغتون کې له خبریالانو سره خبرې کولې.

سلیمان سایلو د ترکېې د کورنیو چارو وزیر وویل " هغه معلومات چې امنیتی قواو دوی ته ورکړی دی څرگندوي چی ټوپک والا یوازې و. هغه کرتې او پطلون اغوستي وو او له ننوتلو سره سم ېې ډزې پېل کړلې. هغه د وتلو په وخت کې هڅه وکړله چې خپلې جامې بدلې کړي. ښاغلي سایلو زیاته کړله چې ددې ملعوماتو ارزونه دوام لري څو امنیتی قواوې دغه قاتل ونیسي.

د استانبول والي واصف ساهېن دا د ترهگرۍ برید وباله او زیاته ېې کړله چی په دغه برید کې د اوږده برد وسلی نه کار اخیستل شوی او د نوي کال لمانځونکي ېې په وحشیانه ډول په گولیو وویشتل.

د رینا د شپې کلب د استانبول په ډېره بډایه او لوکسه سیمه اورتکای کې پروت دی. داکلوپ د مشهورو، بډایانو او بهرنیانو د ساعت تیری ځای دی.

یوعیني شاهد وايی په کلوپ کې دننه به د برید په وخت کې تقریبا شپږ سوه کسان حاضرول . کله چې ډزې پېل شوې نو یوشمېر کسانو داوبو په لاره د تېښتې هڅه کوله. ځايی رپوټونه وايی مخکې له دېنه چې په کلوپ کې دننه ډزې پېل شي یوپولیس اویوملکي سړی له دې ودانۍ نه بهر وویشتل شول.

یوه زخمي شوې مېرمن روغتون ته وړل کېږي
یوه زخمي شوې مېرمن روغتون ته وړل کېږي

د ریناکلب ته تلونکې ترکۍ مېرمن صنم یانیک وايي" موږ ډیر خوشاله وو چې ناڅاپه خلکوپه منډو پېل وکړ. زما خاوند وویل مه ویرېږه او خپل ځان ېې د سپر په توگه پر ما را وغورځاوه. خلک پرموږ تیریدل. زما خاوند دری ځایه ولگېد. زه په ډیره خوارۍ بهرته ووتم. ډیر خلک مې ولېدل چې په وینو لانده وو".

له برید نه وروسته پولیسو د رینا کلب شاو خوا امنیت ټینگ کړی دی
له برید نه وروسته پولیسو د رینا کلب شاو خوا امنیت ټینگ کړی دی

د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوگان وویل " ټوپک والا په برید باندې د گډوډۍ جوړولو هڅه وکړله. هغه زیاته کړله چی ترهگر د گډوډۍ د منځته راوستلو هڅه کوي، زموږ دخلکو د روحیې دکمزوري کولو او زموږ د هېواد د بې ثباته کولو هڅې کوي، خو موږ به دغه راز ناولو لوبو ته تسلیم نشو، نور به لا هم سره یوځای شو او ترهگرۍ سره به تر پایه جگړه وکړو".

XS
SM
MD
LG