د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې کردي ځواکونه په قومي تصفیه کولو تورن کړل


د سوري کډوالو زیاته برخه په ترکیه کې اوسیږي

د سوري کډوالو زیاته برخه په ترکیه کې اوسیږي

د ترکیې حکومت کردي ځواکونه چې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت د ډلې له جنگیالیو سره په جگړه بوخت دي د هغه سیمې د غیر کردي اوسیدونکو په "قومي تصفیې" تورن کړي دي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال بولنت ارینک، د خپل هیواد کابینې ته وویل چې کردان هڅه کوي د سوریې د شمال د درې سیمې جزیره، کوبانی او افرین- د کردي خودمختاره سیمې سره وصل کړي.

انقره د کردانو د ساتونکې ځواک په نامه قوتونه چې د دموکراتیک اتحاد د گوند پوځي څانگه ده د کردستان د کارگرانو د گوند د سوري څانگې په توگه پیژني. د کردستان د کارگرانو گوند په ترکیه کې د څو لسیزو راهیسې په خونړیو بغاوتونو بوخت دی.

ښاغلي ارینک وویل "د سوریې د شمال اوسیدونکي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د هوایي بریدونو هدف گرځي چې د کردانو څخه ملاتړ وکړي، د کردانو د ساتوونکو ځواکونو، د دموکراتیک اتحاد د گوند او همداشان د داعش له لورې د "نژادي تصفیې" سره مخامخ دي."

د ترکیې د صدراعظم مرستیال وویل "داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې د سوریې له شمال څخه د عربانو او ترکمنانو د تبعیدولو او د هغوی پر ځای د نورو عناصر د ځای پر ځای کولو او د هغو ساحو د یوځای کولو د فورمول د پلي کولو نښې لیدل کیږي."

د سوریې کردان له پخوا څخه دغه ساحه دا سیمه د روژاوا د خپلواکه سیمې په توگه اعلان کړې وه. چې هیڅکله هم د دمشق له لورې په رسمیت ونه پیژندل شوه.

د تل ابیض فتحه

په دې ترڅ کې کردي جنگیالیو او فعالانو نن خبر ورکړ چې کردي ځواکونو د سوریې د تل ابیض د ښار کنترول چې د ترکیې سرحد ته نژدې موقعیت لري، ترلاسه کړی دی.

د جگړې له پیل راهیسې د تل ابیص په سرحدي ښار کې د هغه سیمې شاوخوا ٢٠ زره مهاجرو سوریې ته پناه وړې ده. خو ترکیه وایي چې مهاجرین په عمومي توگه کردان نه بلکې عرب او ترکمنان دي.

د تل ابیض د ښار نیونه چې د څه دپاسه یو کال راهیسې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش تر کنترول لاندې و، دغې ډلې ته یوه سخته ضربه گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG