د لاس رسي وړ اتصالات

اوردګان: ترکیه جګړه نه غواړي خو د خپلو پولو نه به ضرور دفاع کوي


وروسته له هغه نه چې د روانې اونۍ په پیل کې یوه خونړۍ حمله وشوه، ترکي قواوې اوس د سوریې سره پر مشترک سرحد باندي ګزمه کوي.

دغه ګزمه وروسته له هغه نه پیل سوه چې د ترکیې قواوو په سوریې کې ځیني اهداف په نښه کړل او د ترکیې پارلمان دا منظور کړه چې پوځ یې کولای شي د ضرورت پر وخت د خپلو سرحداتو دباندي عملیات وکړي.


ترکي قواوو وروسته له هغه نه په سوریې کې اهداف په نښه کړل چې د چارشنبې په ورځ د سوریې له خوا د ترکیې د اکاکیل پر ښار د هاوان برید وسو او په لړ کې یې ۵ ملکیان ووژل شول


د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې له خوا پر اکاکیل ښار باندي برید وغندی . دا د سوریې په ۱۸ میاشتني پاڅون کې تر ټولو بده سرحدي پېښه وه چې رامنځ ته شوه.
د امنیت شورا وویل چې دغه پېښه دا په داګه کوي چې په سوریې کې بحران څنګه د ګاونډي هیوادونو او سیمې امنیت و ثبات ته تاوان رسوي.

د ترکیې لومړي وزیر رجیب طیب ارودګان وویل چې ترکیه هیڅ داسي نیت نلري چې جګړه پیل کړي خو د خپلو سرحداتو او اتباوو څخه دفاع ته ژمنه ده.
XS
SM
MD
LG