د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په کودتا کې د گولن د لاس لرلو دوسیه امریکا ته ولیږله


گولن د ١٩٩٠ لسیزې را پدیخوا د امریکا په پنسلوانیا کې په خپله رضا په جلا وطنۍ کې اوسیږي
گولن د ١٩٩٠ لسیزې را پدیخوا د امریکا په پنسلوانیا کې په خپله رضا په جلا وطنۍ کې اوسیږي

د ترکیې د عدلیې وزارت د هغه هیواد د مقاماتو په ادعا د امریکا متحده ایالاتو ته داسې اسناد استولي دي چې په ناکامې کودتا کې د فتح الله گولن لاس لرل ثابتوي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د کودتا د نامامۍ وروسته د فتح الله گولن د ورسپارلو غوښتنه وکړه. اسلامپاله فتح الله گولن د ١٩٩٠ لسیزې را پدیخوا د امریکا په پنسلوانیا کې اوسیږي او په خپله رضا یې ځان جلا وطن کړی.

د ترکیې صدراعظم بینالی ییلدریم نن سه شنبه د ترکیې پارلمان ته وویل چې د ښاغلي اردوغان د غوښتنې په تعقیب ددې هیواد د عدلیې وزارت امریکا ته د گولن د ورسپارلو په اړه یو دوسیه استولې ده، خو ویې نه ویل چې په دغه دوسیه کې د ښاغلي گولن د ورسپارلو رسمي غوښتنلیک شامل دی او که نه.

له دې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېری ویلي وو چې انقره باید په کودتا کې د گولن د لاس لرلو په اړوند متحده ایالاتو ته موثق او معتبر اسناد وړاندې کړي.

لویدیځو هیوادونو د ترکیې د حکومت سره د کودتا پر وړاندې پیوستون څرگند کړی، خو د کودتا په اړوند د زیات شمیر تورنو نیولو ته په اشارې یې له ترکیې غوښتي دي چې دموکراتیکو ارزښتونو ته پام وکړي.

د ترکیې صدراعظم یلدریم کودتاچیان ترهگر وبلل او د ترهگرۍ سره په مبارزه کې یې واشنگټن په دې خاطر په دوه مخي سیاست تورن کړ چې د ترکیې څخه یې د گولن د ورسپارلو لپاره څرگند شواهد غوښتي دي. هغه گواښ وکړ چې په هیواد کې به د فتح الله گولن د متحدینو جړلې وباسي. جمهور رئیس اردوغان ویلي چې ښاغلی گولن د تیرې جمعې د ورځې د ناکامې کودتا طراح دی.

په ترکیه کې د تیرې جمعې د ورځې کودتا د ٢٣٢ کسانو د وژنې او شاوخوا ۱۴۰۰ تنو د ټپي کیدو سبب شوه. د حکومتي چارواکو په وینا د قربانیانو زیات شمیر د حکومت پلویان وو.

XS
SM
MD
LG