د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او امریکا د داعش په ضد ګډه جګړه کوي


 د ترکیې د پوځ ټانکونه د سوریې سره په پولې باندې د ځای په ځای کیدو په حال کې
د ترکیې د پوځ ټانکونه د سوریې سره په پولې باندې د ځای په ځای کیدو په حال کې

د متحده ایالاتو او ترکي چارواکو د داعش په وړاندې د یو پوځي کمپاین د پلان په وروستي پړاو کې دي چې د سوریې او ترکیې د سرحد په اوږدو کې داعش په شا وتمبوي. دا اقدام کیدای شي د سورېې په کورنۍ جگړه کې ترکیه نوره هم ښکیل کړي او د متحده ایالاتو په ملاتړ د کردي ځواکونو او ترکان ترمنځ شخړې ته نور هم لمن ووهي.

د متحده ایالاتو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د داعش څخه د ازادې سیمې جوړول به د ترکیې او سوریې ترمنځ د یو با ثباته او امنې سیمې د رامنځ ته کیدو لامل وگرځي. خو چارواکي دا هم وایي چې د ترکیې سره هر ډول گډې پوځي هڅې به د دې لامل نشي چې په دغه سرحدي سیمه کې د نه پرواز ساحه رامنځ ته کړي. دغه چارواکي د نوم د نه اخیستو پ شرط د ترکېې سره د خبرو اترو دا جزئیات څرگند کړ. ځکه چې رسنیو ته یې د دې جزئیاتو د ویلو صلاحیت ندرلود.

سپینې مانۍ د سوریې په شمال او عراق کې د داعش او د کردي کارگرانو گوند یا PKK بیلتون غوښتونکو جنگیالیو په وړاندې د ترکیې د پراخې پاملرنې هرکلی کړی. د متحده ایالاتو د ملي امنیت یو سلاکار چې د جمهور رئیس بارک اوباما سره یې افریقا ته سفر کړی امریکا غږ ته یې ویل چې ترکیه حق لري په سیمه کې د ترهگرو په وړاندې اقدام وکړي او سیمه ایز متحدین هم باید په گډه کار وکړي چې د داعش پټانځایونه له منځه یوسي.

متحده ایالاتو د اوږدې مودې راهیسې په دغه سیمه کې د سوریې د حکومت د بمباري د مخنوي په موخه د ترکیې او نورو هیوادونو د پرواز د منع ساحې د اعلان غوښتنه رد کړې، ځکه چې متحده ایالات ویره لري چې د دې اقدام سره به امریکايي ځواکونه د سورېې په کورنۍ جگړې کې نور هم ښکیل شي.

واشنگتن وایي په دې جگړه کې د ترکېې مداخله د پرله پسې بحثونو او د ترکیې په سرحدي ښار سروج باندې د برید نه وروسته رامنځ ته شوې ده چې پکې ٣٢ کسان ووژل شول.

داعش او د کارګر ګوند

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو د دوشنبې په ورځ د ترکیې حُریت ورځپانې ته په مرکه کې وویل چې ترکیه او متحده ایالات په پام کې نه لري چې سوریې ته مځکني ځواکونه واستوي. د ترکیې صدراعظم زیاته کړه چې په سوریې او د عراق په شمال کې د داعش او د کردستان د کارگرانو گوند په وړاندې د ترکیې هوایي بمباري به په سیمه کې لوبه بدله کړي.

دا بحثونه په داسې کې رامنځ شوي چې د داعش په وړاندې د ترکېې په جنگي تاکتیک کې پراخ بدلون راغلی. له میاشتو بې میلۍ او د متحده ایالاتو سره د موافقې وروسته چې امریکا ته یې اجازه وکړله خپل هوایي بریدونه د انجیرلک د هوایي اډې نه وکړې، د ترکیې جنگي الوتکې بلاخره تیره اونۍ په سوریې کې یاغیان په نښه کړل.

ترکېې د یکشنبې په ورځ د ناتو د غړو هیوادونو یوه غونډه رابللې ده چې د سې شنبې په ورځ د خپل امنیت د گواښونو او د هوایي بمبارد په هکله خبرې وکړي.

د ترکېې پوځي کمپاین چې د ترکېې په سرحدي سیمه کې د داعش د ډلې په وړاندې پیلیږي کیدای شي وضعیت نور هم پیچلی کړي. په سوریې کې میشت کردي جنگیالي د ترکې په سرحدي برخو کې شاو خوا ٩١٠ کیلو متره ځکمه تر کنترول لاندي لري او انقره ته یې د سوریې په شمال کې د هر ډول پوځي مداخلې خبرداری ورکړی.

ترکیې د سوریې سره په سرحد کې د جمعې له ورځې راهیسې نه یوازې د داعش ډله بلکې په سوریې کې میشت هغه کردي جنگیالي په نښه کړې چې د داعش په وړاندې جگړه کوي. په سورېې کې میشت کردان د داعش په وړاندې جگړې کې تر ټولو اغیزمنه ډله بلل شوې ده چې متحده ایالات ورسره په هوایي بریدونه کې مرسته کوي.

خو ترکیه ویره لري چې هغوي به د یو خپلواک هیواد د جوړیدو په موخه د انقرې په وړاندې پاځون وکړي.

په سوریې کې د ترکیې سره په سرحد کې کردانو ٩١٠ کیلومتره ځمکه تر کنترول لاندې لري
په سوریې کې د ترکیې سره په سرحد کې کردانو ٩١٠ کیلومتره ځمکه تر کنترول لاندې لري

د سوریې عمده کردي ملیشې د عامه ساتندویه قطعې په نوم یادیږي چې د کردستان د کارگرانو گوند یا PKK سره تړاو لري چې څو لسیزه پخوا یې د ترکیې په وړاندې د بغاوت اعلان کړی و او د عراق په شمال کې په لرې پرتو سیمو کې اډې جوړې کړې وې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود تشاويش اوغلو د دغه پیچلي اوضاع په اړه په غبرگون کې وویل چې د PKK او داعش ترمنځ هیځ توپیر نشته. هغه زیاته کړه:" تاسو نشئ ویلي چې PKK د دې لپاره ښه دی چې د داعش په وړاندې جنگیږي. دا ډله د داعش په وړاندې د خپل د قدرت لپاره جنگیږي نه د سولې او امنیت لپاره."

پر کردانو برید

په داسې حال کې چې د څو میاشتو هوایي بریدونو نه وروسته د دوشنبې په ورځ د کردانو ساتندویه قطعې د سوریې په شمال کې د داعش نه یو ښارگوټی نیولی دی، د ترکیې په پوځ تور لگولی چې په سوریې کې یې د دوي په مورچلونو باندې یې د توغندیو برید کړی خو ترکیه دا تورونه رد کړي دي. ترکیې ویلي چې د سوري کردانو د دغو ادعاو په اړوند پلټنې کوي.

د متحده ایالاتو سپینې ماڼې د ملي امنیت سلاکار بن رودز وایي متحده ایالات د داعش په وړاندې د ترکیې د هوایي برید د پریکړې هرکلی کوي او د انقرې سره همنظره دی چې د کردستان د کارگرانو گوند یا PKK یو ترهگر سازمان دی.

په دې هکله ویډیوي راپور دلته کتلی شئ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

ښاغلي رودز وویل؛ "مونږ د داعش په وړاندې د ترکېې د پراخې پاملرنې هرکلی کوو او مونږ یقنناً په سیمه کې خپل بیلابیل متحدین په دې جگړه کې تشویقوو. او مونږ په حقیقت کې د عراق په شمال کې د کردي حکومت سره هم ښې کاري اړیکې لرو او د خبرو اترو لاره هم خلاصه ده. خو په ورته وخت کې متحده ایالات PKK د یو ترهگر سازمان په حیث پیژني، نو له همدی امله ترکیه حق لري چې د هغوی د اهدافو خلاف اقدام وکړي چې له ترهگروسره تړاو لري. "

په ورته وخت کې د ترکیې پولیسو د یکشنبې په ورځ ١٥ کسان د داعش د ډلې سره په تړاو نیولي دي. په تیرې یوې اونې کې ترکیې د داعش سره په تړاو په سلگونه کسان نیولي دي. د ترکیې رسنیو وویل، مشکوک کسان، چې بهرني اتباع هم په کې شامل دي، د انقرې په بیرم (بایرم) مېنه کې د سهار وختي په برید کې ونیول شول. په راپورونو کې د نیول شویو بهرنیانو ملیت نه دی په ګوته شوی.

XS
SM
MD
LG