د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما او اردوګان د سپینې ماڼۍ خبرې به پر سوریې وي


تمه کېږي چې دترکېې لومړی وزیر رجب طیب اردوګان به نن د پنجشنبې په ورځ په واشنگټن کې دامریکا د ولسمشر بارک اوباما سره د خپل ملاقات پر مهال د نوموړي نه وغواړي چې د سورېې په اړه دې امریکا لا زیات فعاله دریځ غوره کړي.

ښاغلی اردوګان په سپینه ماڼۍ کې د اوباما سره ګوري . د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني خبرېالانو ته ووېل چې دواړه مشران به دهغه په قول په سورېه کې د یوه بنیادي بدلون د راوستلو په اړه سره خبرې وکړي.،،د جنیوا د پریکړو د پلي کولوترڅنګ چې موخه یې د سیاسي عبوري یا انتقالي دورې رامنځ ته کول وو، مونږ د روسیې سره پر یو شمیر نورو مسایلو باندي هم له نږدې نه کار کوو چې په کښي د سوریې د خلګو او مخالفینو سره د مرستو لارې چارې هم شاملې دي.،،

اوباما او اردګان به بله میاشت کی په ژینوا کې د سوریې په هکله د سولې د یوه نړیوال کنفرانس سره هم خپل ملاتړ اعلان کړي. د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې اوباما په سوریه کې د داسي یوه نوي حکومت د جوړولو ملاتړ کوي چې بشارالاسد په کې هیڅ ډول برخه ونه لري او په واقعي توګه د سوریې د ولس د حقوقو ښکارندوي وي.

ټاکل شوی چې د ترکیې لومړی وزیر به د امریکا د ولسمشر د مرستیال جوباېډن سره هم وګوري او نن د پنجشبنې په ورځ ناوخته به د امریکا د باندنیو چارو وزارت ته ولاړ شي او هلته به د ښاغلي جان کیري په ګډون د نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره لیده کاته وکړي.

ترکېې د سورېې د دوه کلنې خونړۍ شخړې په دوران کې تراوسه پوري په لسګونو زرو مهاجرو ته پناه ورکړې او هم د ازادې سوریې د پوځ د جنگیالیو ملاتړ کوي.

د چارشنبې په ورځ د ترکیې لومړي وزیر د ترکیې او امریکا ګډ کلتوري مرکز ته ورغی چې واشنګټن ته نږدې د میري لنډ په ایالت کې موقعیت لري. ښاغلي ایردوګان هغه پلان ته ښه راغلاست ووایه چې په لړ کې به یې د کال تر پایه پوري په سیمه کې یو ستر اسلامي مرکز جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه مرکز به د اسلام په هکله چې کوم غلط پیغامونه خپرېږي، د هغه مخه نیسي. ،،دا به هغه سیمه وي چیري چې خلګ سره راغونډیږي او یو بل سره لیده کاته کوي. دا به زمونږ د کلتور او مدنیت استاځیتوب کوي. لکله څنګه چې تاسو پوهېږی. په دې ورستیو کې د اسلام په هکله غلط تعبیرونه رامنځ ته شوي دي. مونږ باید د اسلام ملګرتیا ته وده ورکړو او دا به ثابت کړو چې د اسلام په هکله غلط اذهان بې ځایه او بې اساسه دي.،،

د جمعې په ورځ به ښاغلی ایردوګان د امریکا د جورجټون په پوهنتون کې وینا وکړي.
XS
SM
MD
LG