د لاس رسي وړ اتصالات

پنیتا: د ترکيې سره د سوریې د ممکنه بریدونو په خاطر د میزایلو مرسته کوو


د امریکا متحده ایالاتو د پټریاټ میزایلونو دوې بطریې او ۴ ساوه عسکر ترکیې ته لېږي چې ددغه هیواد سره د سوریې د ممکنه راکټي حملو په مقابل کې مرسته وکړي.

د پنټاګون ویاند جورچ لیټل وویل چې د دفاع وزیر لیان پنینا دغه امر ترکیې ته د یوه نا اعلان شوي سفر مخکي لاس لیک کړ.


ښاغلي لیټل وویل چې دغه بطریې به په راتلونکو اونیو کې په ترکیې کې نصب سي خو د بطریوو د موقیعت په هکله یې د څه ویلو نه ډډه وکړه.

وروسته ښاغلي پنیتا د انکرلیک په نظامي اډه کې په یوه لنډ خبري کنفرانس کې آمریکايي ځواکونو ته وویل چې آمریکا به د ترکیې سره په دفاعي چارو کې مرسته وکړي.

ښاغلي پنیتا داسي وویل: ،،مونږ کولای شو چې د ترکیې سره د میزالونو په دفاع کې مرسته وکړو چې دې مرستې ته ښايي د سوریې څخه د متوجې ګواښونو په رفع کولو کې اړتیا وي.،،

ټاکل شوې چې جرمني او هالنډ به هم ترکیې ته د پټریاټ بطریې ولېږي چې په عملیاتو کې برخه واخلي او دغه عملیات به د ناټو له خوا رهبري کېږي.

د روانې میاشتې په پيل کې ناټو وروسته له هغه نه په ترکیې کې د میزایلونو د دفاعي سیسټم نصبول منظور کړل چې ترکیې د سوریې د هغه ممکنه پریکړې په هکله اندېښنې څرګندي کړې چې ښايي د یاغيانو پرضد د کیمیاوي وسلو نه کار واخلي.


ښاغلي پنیتا ترکیې ته د افغانستان نه سفر وکړ. پنیتا په افغانستان کې د آمریکايي ځواکونو او افغان حکومتي چارواکو سره لیده کاته وکړل.
XS
SM
MD
LG