د لاس رسي وړ اتصالات

۱۲ کلن په ترکیه کې ځانمرګی برید کړی


د شنبې ماښام د برید یو قرباني خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی
د شنبې ماښام د برید یو قرباني خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی

یو انتحاري ماشوم د سوریې سرحد ته نژدې د ترکیې په کرد میشته ساحه کې لږترلږه یو پنځوس کسان وژلي او نژدې اویا نور يي زخمیان کړل.

دا برید د کردانو په یو واده کې شوی. د ترکیی جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان د برید سمدستي وروسته وویل چې برید د داعش اړوند ترهګرو کړې چې غواړي د قومي او مذهبي اختلافاتو له لارې، ترکیه بی ثباته کړي.

چاودنه د ترکیې سرحد ته نژدې په کرد میشته سیمه کې شوې ده
چاودنه د ترکیې سرحد ته نژدې په کرد میشته سیمه کې شوې ده

پلټونکو د پیښې پرځای کې د انتحاري واسکټ ځینی پاتې ټوټې موندلی دي. پدې چاودنه کې ناوې نده زیانمنه شوې، خو زوم ټپي شوی دی. دا په اصل کې د ؤاده نه مخکې د نکریزو د شپې مراسمو وو چې خپل خپلوان او دوستان د خپلو خوشحالیو د لمانځنې دپاره راټول شوي وو.

د وژل شوو د جملې څخه دولس تنه خاورو ته سپارل شوي دي خو د زیات شمیر نورو دپاره باید انتظار وایستل شي. د کردانو په ملاتړ د خلکو د دیموکراتیک گوند یوې اعلامیی کی ویل شوي چې دا د هغوي د گوند د یوه غړي د واده مراسم وو چې په ترڅ کې یی زیات شمیر میرمنی او ماشومان وژل شوي دي.

د ترکیی د روغتیا وزیر او د ترکیی د صدراعظم مرستیال محمد شیمشک نن په غازیان تپې کې د هغه روغتون نه لیدنه وکړه چې د وروستی بمي چاودنې قربانیان او ټپیان ور انتقال شوي دي.

د روغتیاوزیر رجب اکدغان د برید په سهار وویل د یو زخمي وضعیت ډیر خراب دی او د دوه تنو نورو صخت مخ په ښه کیدو دی او ځنی چې سرسري زخمیان وو تر درملنې وروسته يي کورته لیږلي دي.

پدې چاودنه کې تر اوسه پورې د وژل شویو شمیر لږترلږه یو پنځوس ښودل شوی دی. دا د یو انتحاري برید گر حمله وه چې ځان يي د هغو خلکو په منځ کې وچاوه چې د ترکیی په جنوبی ښار کې پر سرک باندی د واده په خوشحالۍ کې په نڅاؤ سر وو.

ابراهیم اوزدمیر د پیښې په وخت په ساحه کې و او وایي غواړي دا ډول ډله ایزه وژنې بندې شي ځکه ښځې او ماشومان يي د لاسه ورکړي.

ترکیه اوس په هیواد کې دننه او د سوریی سره پولی ته نږدی سیمو کې د ترهه گرو د بریدونو له جدي گواښ سره مخ ده.

دا د کردانو د کارګر ګوند جنګیالي دي چې د ترکیې حکومت یي ترهګر بولي
دا د کردانو د کارګر ګوند جنګیالي دي چې د ترکیې حکومت یي ترهګر بولي

د ترکیی پر حکومت باندی د ناکامی کودتا نه، چې د جولای په څوارلسمه وشوه، هم دومره زیات وخت نه تیریږي. د جون په میاشت کې هم د استانبول په مرکزي هوایی ډگر باندی د داعش په برید کی څلور څلویښت تنه وژل شوي وو.

د تیر کال په اکتوبر میاشت کې هم یوه انتحاري برید کونکي د کردانو د کارگر گوند د پلویانو په یوه لاریون کې چې د انقرې د ښار د اورگاډو په مرکزي ستیشن کې سره را ټول شوی ځان والوځاوه او پنځه نوي تنه یی ووژل.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG