د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د یاغیانو سره په جګړه کې ۱۹ کسه وژل شوي


د ترکیې مقامات وايي، پرون ماښام د ترکیې د عسکرو او د کردي یاغیانو تر منځ د عراق سره د ترکیې په جنوب ختیځی سرحدی علاقې کې جگړه شوې او نولس تنه په کښی وژل شوي.

مامورینو وویل، شپږ تنه سرتیري، دوه ملیشې او یوولس تنه کردي یاغیان ووژل شول او لږ تر لږه پنځلس تنه نور عسکر د هکاری په ایالت کې د یاغیانو په حمله کې ز خمي شول.

د یاغیانو او پوځ ترمنځ په دې ورستیو اونیوو کې هغه وخت جگړه شدیده شوه چې ترکیې د یاغیانو د ځپلو دپاره هوایی او ځمکني بریدونه پیل کړل.
د څلوویښتو زرو نه زیات خلک چه اکثره کردان دي، په ١٩٨۴ کال کی د هغه وخت راهیسی چه د کردستان کارگر گوند د کردانو د جلا دولت د جوړیدو دپاره جگړه پیل کړیده، په جنگونو کی وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG