د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې ښځې په حکومت په غوصه دي


په ترکیې کې د ښځو د حقوقو سازمانونو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه وکړل. سږکال په ترکیې کې د ښځو نړیوالې ورځې لمانځنه هغې ۲۰ کلنې نجلۍ ته ځانګړې شوې وه چې د جنسي تیري پر وخت د مقاومت په خاطر ووژل شوه.

په زرګونو ښځو په استانبول کې پرون د یکشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په لاریون کې برخه واخیسته. دوي په دې خاطر راغونډ شوي وو چې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي په خاطر خپل غږ پورته کړي.

زیات شمیر ښځو د استانبول په لارو کوڅو کې په داسې حال کې مارشونه وکړل چې د ۲۰ کلنې محصلې اوزګېکان اسلن انځور یې په لاس کې و.

اسلن تیره میاشت وروسته له هغه نه ووژل شوه چې د جنسي تیري پرمهال یې د بریدکونکو سره مقاومت وکړ. د هغې مړینې په ټولې ترکیې کې د ښځو داسې مظاهرې راوپارولې چې پخوا یې ساری نه و لیدل شوی. ښځو دتاوتریخوالي پرضد شعارونه ورکول.

د کالو د جوړولو د فابریکې یوه کارکونکې، ګونې چې په استانبول کې یې د ښځو په مظاهره کې ګډون کړی و، وايي چې د ښځو ترمنځ د اقتدار یو نوی حس راپیدا شوی دی.

هغې وویل "مونږ ښځې یوو. مونږ یو شان یوو او مونږ آزادې یوو. نن مونږ خاندو او کوچنۍ لمنې مو اغوستي دي. مونږ آرایشونه کړي دي او رنګارنګ کالي مو اغوستي دي. مونږ ښځې یوو د هیچا غلامانې نه یوو."

زیات شمیر مظاهره کوونکو د نورو هغو ښځو انځورونه د ځان سره ګرځول چې پخوا وژل شوي دي. د ۲۰۰۹ کال رسمي آمار ښيي چې د هغه وخت راهیسې چې په ترکیې کې د اې کې ګوند واکمن شوی، په یوې لسیزې کې د ښځو د وژل کېدو فیصدي څلورلس سوه فیصده زیاته شوې ده، خو حکومت لا ترواسه په دې هکله رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

په یوې وروستۍ خپرې شوې سروې کې راغلي دي چې په ترکیې کې ۴۵ په سلو کې ښځو د نارینو له خوا تشدد تجربه کړی دی. ددغو ۴۵ فیصدو له جمعې ۶۷ فیصدو یې ویلي دي چې دوي پولیسو ته ددغه راز تشدد په هکله شکایت نه دی کړی.

اردوغان: ښځې او نارینه برابر نه دي

د یادونې وړ ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان وروسته له هغه نه د ښځو د ډلو غوصه راوپاروله کله چې یې وویل چې ښځې د نارینوو سره برابرې نه دي. زیات شمیر ښځو چې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه حکومت یې په دې تورن کړ چې د ښځو پرضد د تشدد په مخنیوي کې ناکامه شوی دی.

فیلیز چې یوه محاسبه ده او په مظاهرې کې یې ګډون کړی و، وايي چې پر کومې لوري چې یې هېواد روان دی هغه یې اندېښمنه کړې ده.

فیلیز وویل "سیاست ورځ تر بلې خراپېږي ځکه نارینه مشران غواړي چې ښځې ماشومان وزیږوي او پر کور کښېني. ښځې ډیرې ستونزې لري او دوي اوس د بغاوت په حال کې دي او خپل د حقوقو دفاع کوي. ښځې غواړي چې غږ یې واوریدل شي په خاصه توګه په داسې یو وخت کې چې زیات شمیر ښځې وژل کېږي."

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ترکیې په بیلابیلو ښارونو کې مظاهرې وشوې. تمه کېږي چې مخالف ګوندونه به هڅه وکړي چې د ښځو د دې غوصې ملامتي پر حکومت باندې ورواچوي او ځیني د ترکیې د جون د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې د ځان په نفع ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG