د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا متحده ایالاتو ته د ترکیې خبرداری


ترکیه کردي ځواکونه خپل ملي امنیت ته گواښ گڼي
ترکیه کردي ځواکونه خپل ملي امنیت ته گواښ گڼي

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم، خبرداری ورکړی چې که د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو نه د سوریې د رقه ښار د بیرته نیولو په جنگ کې کردي ځواکونه شامل کړای شي د واشنگټن او انقرې اړیکې به په جدي توگه خرابې شي.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې په څو تیرو ورځو د امریکا د پوځ یو شمیر توپچي ټولگي سوریې ته استول شوي دي چې د رقه ښار د بریته نیولو په عملیاتو کې چې داعش یې خپل پایتخت بولي، د محلي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالات او ترکیه د رقه ښار د بیرته نیولو لپاره د امریکا د پلانونو په اړه جدي بحث او جنجال لري. ترکیه وړاندیر کوي چې د ترکیې پوځي ځواکونه او د هغه متحد سوري قوتونه په دې جگړه کې شامل کړای شي.

ښاغلي یلدرم د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې په هر ډول عملیاتو کې د سوري کردي ځواکونو د شمولیت په صورت کې به ترکیه په دغو عملیاتو کې برخه وانخلي.

د ترکیې صدراعظم وویل "که د امریکا متحده ایالات د داعش پر ضد جگړه کې د ترکیې په پرتله ترهگر سازمانونو ته ترجیع ورکوي دا به د هغوی خپل تصمیم وي ... خو ترکیه به دې کار ته زړه ښه نه کړي".

ترکیه د سوریې کردي ځواکونه چې په ترکیه کې د کردستان د کارگر گوند نژدې متحد دی، خپل ملي امنیت ته جدي گواښ گڼي. انقره له دې ډاریږي چې د داعش څخه د سوریې د ښارونو د بیرته نیولو په جگړه کې ددې قواو گډون ښایي په سیمه کې د کردانو د نفوذ د پراخیدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG