د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: لویدیځ قدرتونه په غزه کې د فلسطینیانو د وژلو 'اصلي عاملین' دي


ولسمشر اردوغان په استانبول كې سلګونو زرو خلکو ته د وینا پر مهال
ولسمشر اردوغان په استانبول كې سلګونو زرو خلکو ته د وینا پر مهال

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم ۵) لویدیځ قدرتونه د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د "وژلو اصلي عاملین" وبلل چې د اسرائیل د پوځ له خوا وژل شوي دي.

ولسمشر اردوغان په استانبول كې د سلګونو زرو فلسطيني پلويانو په غونډه كې وويل: "په غزه كې د قتل عام اصلي مقصر لويديځ دی. "

سره له دې چې د نړۍ بېلابېلو اسلامي هېوادونو پر غزې تړانګې په تېره بيا پر ملکي وګړو د اسرائیل بريدونه غندلي، خو دا لومړی ځل دی چې د يو اکثریت مسلمان هېواد ولسمشر په مستقيم ډول لويديځ قدرتونه د غزې په تړانګه کې د خلکو په وژلو تورنوي.

اردوغان د ترکیې سلګونو زرو خلکو ته چې د فلسطینیانو پلوي کوي په وینا کې وویل، چې د یو څو غږونو پرته "په غزه کې قتل عام په بشپړه توګه د لویدیځ کار دی."

د ترکیې ولسمشر دا هم ویلي، چې اسرائیل د یو "جنګي مجرم" په څېر عمل کوي. اردوغان وويل: "البته، هر هېواد د خپل ځان د دفاع حق لري، خو دلته عدالت چېرته دى؟"

د ترکیې ولسمشر همداشان د لویدیځ قدرتونو ته په خطاب کې وویل چې په اوکراین کې د ملکیانو په وژل کېدو اوښکې تویوي، خو په غزه کې د ملکیانو په وژل کېدو سترګې پټوي. اردوغان زیاته کړه: "مونږ د ټولو دغو دوه مخیو معیارونو او ریاکاریو مخالف یوو. "

نوموړي همداشان د اسرائیل پر متحدینو "د عیسویانو او مسلمانانو ترمنځ د صلیبي جګړې او تفرقې فضا د رامنځته کولو" تور ولګاوه. هغه وویل: "د دیالوګ لپاره زموږ غږ واورئ. هیڅوک د یوې عادلانه سولې بایلونکی نه دی. "

تر دې مخکې اردوغان د فلسطین په ملاتړ د استانبول په ښار کې د عدالت او پراختیا ګوند له خوا په یو لاریون کې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه. اردوغان وویل: "موږ به په لوړ غږ اعلان وکړو چې موږ د اسرائیل د ظلمونو په وړاندې د فلسطین له خلکو سره ولاړ یو. "

لوېديځو هېوادونو د هغې ډلې څخه متحده ایالات چې په منځني ختيځ کې د اسرائیل نږدې متحد بلل کېږي، تر اوسه د ترکيې د ولسمشر د دغه تور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

خو وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه باندې د اسرائیل بریدونه سخت وغندل، اسرائیل له ترکیې څخه د خپلو دپلوماتانو د ایستلو پریکړه وکړه.

د تل ابیب دغې پریکړې د دواړو خواو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ښه کولو د هڅو پر وړاندې سخت ګزار دی چې د یوې لسیزې ځنډ وروسته پیل شوې وې.

اردوغان چې له دوو لسیزو راهیسې په واک کې دی، تل یې د فلسطینیانو ملاتړ کړی دی. خو بیا هم هغه تیر کال د اسرائیل سره د دپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړل، د سپتمبر په میاشت کې یې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره تاریخي لیدنه وکړه.

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل له بريدونو وروسته، چې ناببره بلل شوې، اسرائیل پر غزې هوايي او توپچي بريدونه پيل کړل او ګواښ يې وکړ، چې دا بريدونه به نور هم زيات کړي. د اسرائیل او حماس تر منځ په روانه خونړۍ جګړه کې د نړۍ اکثره هېوادونه په دوو ډلو وېشل شوي دي.

لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا او متحدینو یې د حماس بریدونه غندلي او په وار وار یې ټینګار کړی، چې اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري. په همدې حال کې امریکا له اسرائیل سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن په وار وار ټینګار کړی چې اسرائیل ته به هر هغه څه چې ورته اړتیا وي برابروي.

برعکس يو شمېر نورو هېوادونو په تېره بيا اسلامي هېوادونو پر غزې د اسرائيل بريدونه په کلکه غندلي دي. په ورته وخت کې یو شمېر هېوادونو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د غزې خلکو ته باید ژر تر ژره بشري مرستې ورسول شي.

د اکټوبر په اوومه د حماس اورپکو د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او ۲۲۲ یې یرغمل کړل.

اسرائیل هم په غچ اخیستونکي اقداماتو کې د غزې په تړانګه سخت هوایی او توپچی بریدونه پیل کړی دی. د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویلي، په دغو بریدونو کې تر ۷۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG