د لاس رسي وړ اتصالات

بردي محمدوف د دریم ځل لپاره د ترکمنستان ولسمشر شو


بردي محمدوف د ٢٠٠٦ کال راهیسې د ترکمنستان واکمن دی
بردي محمدوف د ٢٠٠٦ کال راهیسې د ترکمنستان واکمن دی

د ترکمنستان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو د نتیجو د اعلان پر وخت وویل چې څه دپاسه ٩٧ فیصدو خلکو په انتخاباتو کې گډون کړی و چې ددې کمیسیون په وینا بردي محمدوف د گډون کوونکو نژدې ٩٨ فیصده رای ترلاسه کړي دي.

خو د انتخاباتو د کمیسیون رئیس قلمراد مرادوف دا ونه ویل چې د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې نورو اته کاندیدانو څومره رای گټلي دي.

د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو اته نور کاندیدان ټول دولتي مامورین، د دولتي شرکتونو مدیران او یا هم د حکومت د وفادارو سیاسي گوندونو مشران وو.

په ٢٠٠٦ کې د ترکمنستان د پخواني جمهور رئیس سفرمراد نیازوف له مړینې وروسته بردي محمدوف نژدې د یوې لسیزې راهیسې د مرکزي آسیا ددې پنځه میلیونه نفوس لرونکي هیواد واکمن دی.

د ترکمنستان اساسي قانون تیر کال ورغول شو او هغه ماده یې له منځه یوړه چې جمهور رئیس له ٧٠ کلنۍ وروسته نشي واکمن کیدای. په دې توگه ښاغلي بردي محمدوف ته ددې زمینه برابره کړای شوه چې د نامعلومه مودې لپاره پر واک پاته شي. د اساسي قانون په دغو تعدیلونو کې د جمهوري ریاست دوره له پنځو کلونو نه اوه کلونو ته وغزول شوه.

بردي محمدوف ٥٩ کلن دی چې دمخه د غاښونو ډاکټر او د روغیتا وزیر و.

د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د خپلې کورنۍ سره یوځای د عشق آباد په یوه انتخاباتي حوزه کې خپله رای واچوله
د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د خپلې کورنۍ سره یوځای د عشق آباد په یوه انتخاباتي حوزه کې خپله رای واچوله

ښاغلی بردي محمدوف د یکشنبې په ورځ د رای ورکولو په ترڅ کې وویل چې د ترکمنستان هدف دادی چې د پرمختللو صنعتي هیوادونو په ډله کې ودریږي. خو فرانس پرس اژانس په وینا د ترکمنستان اقتصادي وده په تیرو څو کلونو کې ډیره ټیټه وه. یو دلیل یې د روسیې له خوا د ترکمنستان نه د گازو د اخیستلو بندول وو چې ددې هیواد د عاید تر ټولو عمده سرچینه ده.

ترکمنستان چې د افغانستان گاونډی هیواد دی. دا هیواد د اوږدې مودې راهیسې حتی د طالبانو د رژیم پر وخت هم د افغانستان سره ښه اړیکې پاللي دي.

XS
SM
MD
LG