د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکمنستان دولت پر ځوانانو د واده نوی شرط کیښود

  • شایسته سعادت

ترکمنستان یو نوی قانون تصویب کړی چې پر بنسټ یې هغه کسان چې غواړي واده وکړي، مجبور دي چې د اچ آی وي یا د ایډس ناروغۍ د عامل ویروس آزموینه وکړي. دا خبر د ترکمنستان دولتی خبري آژانس خپور کړی دی.

چارواکو ویلي چې د اچ آی وي یا د ایډس د ویروس د خپریدو له ویرې یې دا پریکړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې همدې چارواکو پخوا په همدې اړه د نړیوالو اندېښنه تل ردوله.

د ترکمنستان نفوس، شاوخوا پنځه میلیونو ته رسیږي او د چارواکو دغه وروستی گام یې، په هغه هېواد کې د ایډس ستونزې اوج ته په غیر مستقیمه توگه اشاره کول دی. د ترکمنستان خلک هم د دې ناروغۍ د پیښو زیاتوالي، اندیښمن کړي دي.

نوی قانون چې د کورنیو دپاره د غوره روغتیا زمینه برابروی، د ترکمنستان په تر ټولو معتبرې ورځپاڼې کې چاپ شو چې د خبر په پیل کې د سمدستی پلي کیدو غږیې هم شوی دی.

په ترکمنستان کې د ایډس سره دمبارزې د ملی ادارې یوه کارکوونکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله، د اسوشیتد پرس خبرې آژانس ته وویل چې په هیواد کې یې ددې مرض د گواښونو په زیاتیدو، ددې قانون منظوري هم یو ضروري گام و چې باید اخیستل شوای وای.

چارواکو دا هم ویلي دي چې فحشا او د افغانستان څخه ترکمنستان ته د قاچاق شویو تزریقي مخدره موادو د کارولو زیاتیدل، په اچ آی وي د اخته کسانو شمیر په بیساری توگه زیات کړی دی.

له واده پرته، دا قانون د اچ آی وي د ازموینې ټینگار پر هغو کسانو هم کوي چې غواړي د مرستی په موخه نورو ته خپله وینه ورکړي. دا آزموینه به د مخدره موادو پر مشکوکو استعمالوونکو، زندانیانو او د بهر څخه پر راغلو کارکوونکو هم تطبیق شي.

د ترکمنستان د جمهور رئیس، قربان قلی بیردی محمدوف لخوا په لاسلیک شوي قانون کې دا ذکر هم شوی چې د وینې له آزموینې وروسته به د اخته کسانو هویت افشا نه شي او د حکومت له خوا به په وړیا ډول د درملنې دپاره لارې چارې هغو ته برابرې شي.

ایډس داسې یو مرض دی چې د وجود دفاعي سیستم له منځه وړي او انسان د خورا معمولو ناورغیو له کبله هم خپل ژوند له لاسه ورکولای شي.

XS
SM
MD
LG