د لاس رسي وړ اتصالات

ترکمنستان ایران ته د غازو صادرات بند کړیدي


د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران د ۲۰۱۳ کال راپدیخوا ورته پیسې ندي ورکړي او په همدې خاطر یې د طبیعي غازو صادرات پرې بند کړیدي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې نن د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې ایران پخپل وخت پیسې ندې ورکړې. وزارت وایي د ایران د دې کار له وجې هغوي ونشو کړی چې نور طبیعي غاز تولید او یا صادر کړي.

وزارت ویلي دي چې د همدې روانې میاشتې د لومړۍ نیټې راپدیخو ایران ته د طبیعي غازو صادرات بند شویدي. ترکمنستان ایران ته د طبیعي ګازو د صادرولو لپاره شل کاله مخکې موافقه لاسلیک کړیده او کله نا کله د ژمي په موسم کې د ګازو بیه لوړوي.

دغه هیواد په ۲۰۰۶ کال کې هم د موقت لپاره په ایران ګاز بند کړل او د لوړ قیمت غوښتنه یې کړې وه چې ایران منلې وه.

ترکمنستان په مرکزي آسیا کې د انرژۍ له پلوه غني هیواد دی خو کله چې پروسږکال روسیې د دې هیواد نه د ګازو اخیستل بند کړل، اوس یوازینی هیواد چین دی چې د هغوي نه ګاز اخلي.

XS
SM
MD
LG