د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د خان غني خان شلم تلین ونمانځل شو


خان عبدالغني خان د ۱۹۹۶ کال د مارچ په پنځلسمه د ۸۲ کلو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې

خان عبدالغني خان د ۱۹۹۶ کال د مارچ په پنځلسمه د ۸۲ کلو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې

نن په کابل کې د پښتو ژبې د مخکښ فیلسوف شاعر او سیاستوال خان عبدالغني خان د شلم تلین په مناسبت یو سمینار جوړ شوی وو په افغانستان او پاکستان کې میشتو یو شمیر سیاستوالو، شاعرانو او ادیبانو په کې ګډون کړی وو.

دا یو ورځنی سیمنار د پخواني ولسمشر حامد کرزي د بنسټ له لوري، په کابل کې د پښتو ژبې د مخکښ فیلسوف شاعر او سیاستوال خان عبدالغني خان د مړینې د شلم تلین په مناسبت جوړ شوی وو.

پدې غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د عوامي نشنل پارټۍ مشر او د خان عبدالغني خان وراره اسفندیار ولي خان، د ملي امنیت د شورا پخواني رئيس ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح، د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس ډاکټر انوارالحق احدي، سناتور افراسیاب خټک او په لسګونو د لر او بر شاعرانو، فرهنګپالو او د غني خان د شعر، فلسفې او فکر لارویانو برخه اخېستې وه.

دا غونډه د افغانستان د ملي امنیت د شورا د پخواني رئیس ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په ویناء پیل شوه، ښاغلي سپنتا خان غني خان په سیمه کې هغه مبارز، شاعر او د ځانګړي فکر لاروی وباله، چې دا سیمه یې عدالت او خپلواکۍ خواته بیوله.

ښاغلي سپنتا وویل" بادشاه خان د ازادۍ نه ددفاع لپاره د پاکستان د تاریخ له نیمايي نه زیاته برخه د انګلیسي استعمار په وړاندې په مبارزه تیر کړل، غني خان د خپل پلار لاره تعقیب کړه، زندان ته لاړ او د ازادۍ او عدالت داعیه یې پرمخ بوتله، غني خان زمونږ د هویت له تاریخ نه دفاع وکړه".

پدې ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي خان غني خان د سیمې نه بلکې د نړۍ شاعر وباله. پخواني ولسمشر وویل د خان غني خان شعرونه انګلیسي او نورو بهرنیو ژبو ته ژباړل شوي دي.

پخواني ولسمشر وویل "غني خان نړیوال شاعر وو، یوازې ددې منطقې شاعر نه وو. دا چې دا سیمه غریبه ده او ژبې یې بې معرفته پاتې شوي، نو ښه ده چې د غني خان شعرونه نورو ژبو ته وژباړل شي، ترڅو نړۍ پدې خبره شي، چې راغلی ناورین ددې سیمې په خلکو د مظلومیت نښه ده، نه دا چې پدې ناورین کې لاس لري".

پخواني ولسمشر حامد کرزي د غني خان څو شعرونه وویل، خو د غني خان دا شعر کله چې غني په زندان کې وي او زوی یې پیدا کیږي او لیکي یې د خپلې خوښې شعر وباله.

دا ژوندون دی دوه ورځې
خلاص به شي او تیر به شي
دا غني به خاورې شي
ورک به شي او هیر به شي

پخواني ولسمشر وویل "نن غني خان ته وایو، تېر شوې خو هیر نه شوې".

پدې ناسته کې د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان بیا د خپل تره خان غني خان د ژوند څو کیسې وکړې، یوه کیسه یې د غني خان او د یوه ملاء وکړه. چې ملا د غني خان لیدو ته ورځي او ورته وايي، چې یو تعویذ یې ورته کړی او ددغه تعویذ په کارولو به د هر ډول ګولۍ (مرمۍ) له ضرر نه خوندي وي، غني خان په ملا پسې چري یې ټوپک اخلي ملا منډې وهي او تر تښتي، نو خان غني خان ورته وايي، چې دا تعویذ په تا کار نه کوي او له ټوپک تښتي نو څنګه به ما له مرمۍ خلاص کړي.

اسفندیار ولي د غني خان دا شعر ووایه

عجب زه - عجبه لاره
عجیبه کاروان دی
ما وروستي پړاوو ته بیايي
که زه ځم او که زه نه ځم

د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح د خان غني خان شعر پوخ او هغسې شعر یې وباله، چې د مبارزو ګرمو هلو ځلو پوخ کړی او په زړونو کې نیغ کیني.

امر الله صالح د غني خان دا شعر" ای زما وطنه د لالونو خزانې زما" د افغانستان غیری رسمي ملي سرود وباله.

پدې ناسته کې انوارالحق احدي او اکاډمیسن سلیمان لایق د غني خان په ژوند او شعر خبرې وکړې.

پدې ناسته کې د غني خان په شعر، فن، سیاست، فلسفې او فکر هغه څه وویل شول چې نه وو ویل شوي.

خان عبدالغني خان په ۱۹۱۴ عیسوي کال کې د هشنغر په سیمه کې زیږیدلی وو او په ۱۹۹۶ کال د مارچ په پنځلسمه د چهارصدې په سیمه کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

XS
SM
MD
LG