د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د داعش ۲۵ وسله وال وژل شوي


په تېرو دریو ورځو کې دا دویم وار دی ،چې دشینوارو په ولسوالیو کې دهوايي بریدونو له امله دداعش ډلې لسګونه غړي وژل کېږي.
په تېرو دریو ورځو کې دا دویم وار دی ،چې دشینوارو په ولسوالیو کې دهوايي بریدونو له امله دداعش ډلې لسګونه غړي وژل کېږي.

چارواکي وايي، چې د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې یې د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۵ داعش وسله وال وژلي دي.

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل، چې دغه بریدونه د دفاع وزارت اړوند چورلکو د تېرې شپې راهیسې د شیخانو قلعه په سیمه کې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

دا بمباري د MD – 530 او Mi – 17 توپ لرونکو هلیکوپټرو پواسطه شوې دي.

هاتفي زیاتوي، چې بمبار هغه مهال شوی کله چې د داعش ډلې لسګونه جنګیالي د یوې غونډې په موخه سره ټول شوي وو او همدارنګه په وژل شویو کې د عبدالخالق او سعید اماراتي په نومونو دوه قوماندان هم شامل دي.

د هسکې مینې ولسوال محمد حسن عثمانزوی امریکا غږ ته وویل، چې دغه بریدونه د دیوانه بابا، صندقچې او شیخانو قلعه سیمو کې تر سره شوي، چې د مرګ ژوبلې سره سره د دغه ډلې څلور موټر چې له وسلو او مهماتو ډک وو، هم له منځه تللي دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، چې په لرې پرتو سیمو کې یې د بمبارۍ غږونه اورېدلي خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

په تېرو دریو ورځو کې دا دویم وار دی، چې د شینوارو په ولسوالیو کې د هوايي بریدونو له امله د داعش ډلې لسګونه غړي وژل کېږي.

لغمان کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی

د یو بل رپوټ به مخې په لغمان کې طالب قوماندان عبدالرحمن له خپلو څلور ملګرو سره وژل شوی دی.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د الینګار ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې عملیات کړي، چې له امله یې د مشهور طالب قوماندان ناصر چې په عبدالرحمن مشهور دی له خپلو څلورو نورو ملګرو سره وژل شوی او یو یې ټپی دی.

نوموړی وايي په عملیاتو کې له افغان ځواکونو یو کس هم ټپي شوی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG