د لاس رسي وړ اتصالات

تانزانیا کې د موټرو په ټکر کې د بهرنیانو په ګډون ۲۵ تنه مړه شوي


آرشیف
آرشیف

په تانزانیا کې چارواکي وایي د دې هیواد په شمال کې یکشنبه فبروري ۲۵ (کب شپږمه) د موټرو په ټکر کې ۲۵ تنه مړه شوي چې ګڼ شمیر یې بهرنیان دي.

د تانزانیا جمهور رئیسې سامیه سلوح حسن په یوې اعلامیې کې ویلي پیښه هغه وخت وشوه چې په سړک کې د یوې لارې موټر چلوونکي څخه موټر بې قابو شو او د څو نورو موټرو سره وجنګید.

په مړو کې یوه نجلۍ، ۱۰ میرمنې او ۱۴ سړي دي. د جمهوري ریاست په اعلامیې کې ویل شوي چې یو کس په کې د امریکا، بل د کینیا او ځیني نور یې د جنوبي افریقا اوسیدونکي وو.

د تانزانیا جمهور رئیسې همدارنګه ویلي چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ژوبل شوي دي چې د نایجریا، عاج ساحل ، کیمرون، سویټزرلینډ، بریتانیا او مالي اتباع دي.

د جمهوري ریاست په اعلامیې کې راغلي چې دا بهرنیان په یوه موټر کې سپاره وو چې د عروشا په سیمې کې یې په یو ښوونځي کې رضاکارانه کار کاوه. یو شمیر ویډیوګانې او انځورونه چې د تانزانیا په مطبوعاتو کې خپاره شوي په کې ښودل کیږي چې د ښوونځي ژیړ رنګی موټر په بشپړه توګه له منځه تللی.

په تانزانیا کې د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول او د موټر چلوونکو بې باکي په دې هیواد کې د داسې ترافیکي پیښو سبب کیږي چې ډېرو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

تر ټولو خونړۍ پیښه په ۲۰۰۶ کال کې وه چې ۵۴ کسان پکې مړه شوي وو.

په دې پیښې کې یو بس موټر د پله څخه سیند ته لویدلی و. د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۸ کال کې د سړکونو خوندیتوب په هکله په یو راپور کې یادونه کړې وه چې په ۲۰۱۶ کال کې د تانزانیا چارواکو په ترافیکي پیښو کې د مړو شمیر ۳۲۵۶ ښودلی و خو دې نړیوالې ادارې بیا ویلي و چې د اټکل له مخې په همدې مودې کې د ۱۳ زرو څخه نیولې تر ۱۶ زرو پورې کسان په ترافیکې پیښو کې مړه شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG