د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې او یونان اوبو د ۱۲ نورو افغانانو ژوند هم واخیست


دا دوه کورنۍ چې سره د تره زامن کیږي لا یې د کورنۍ د پنځه غړو مړي نه دي موندل شوي.
دا دوه کورنۍ چې سره د تره زامن کیږي لا یې د کورنۍ د پنځه غړو مړي نه دي موندل شوي.

نن بیا له ترکیې څخه د هغو دوو کورنیو چې په خپلو کې د تره زامن دي د دولسو وژل شوو کډوالو له شمیرې اوه مړي کابل ته راوړل شول.

دغو کورنیو غوښتل، د کوچنیو کیښتیو پواسطه اروپایي هیوادونو ته لاړ شي چې د تللو په وخت يې څه موده وړاندې کشتۍ د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې ډوبه شوې وه.

د دې دوو کورنیو د پنځو غړو مړي لا تراوسه نه دي موندل شوي.

د کابل د حامد کرزي د هوایي ډګر قوماندان جنرال حق نوازحقیار امریکا غږ ته وویل چې کابل ته په راوړل شوو اوو مړو کې درې ښځې، درې سړي اود یو ماشوم مړي شامل دي.

دا مړي د کابل ښار د چهار قلعه وزیراباد په هدیره کې نن خاورو ته وسپارل شول.

د جنازو د ښخولو په مراسمو کې په زیات شمیر خلکو ګډون کړی وو.

د چهار قلعه وزیراباد په هدیره کې د دې کورنۍ یو مشر محمد سرور چې یو زوی، د زوی میرمن او یو لمسی یې په دې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، امریکا غږ ته وویل ټوله کورنۍ یې تباه شوه.

ښاغلي محمدسرور د افغانانو څخه وغوښتل چې په غیرقانوني توګه دې بهر ته له تللو ډډه وکړي او پرې دې نږدې چې نورې کورنۍ هم دده د کورنۍ په څیر برخلیک سره مخ شي.

ښاغلي محمد سرور "مه ځئ تباه کیږئ او بچیان مو مه پریږدئ چې ووژل شي".

دا لومړنۍ دغسې پیښه نه ده، ددې وړاندې هم د افغانانو په سلګونو کورنیو د یونان او ترکیې ترمنځ په بحر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د مهاجرینو او ستندونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي امریکا غږ ته ویلي وو، چې په تیر عیسوي کال کې اروپا ته د تلوونکو کډوالو ۳۰ زرو یې خپل ژوند د لاسه ورکړی چې ۱۲ فیصده یې افغانان دي.

د چهار قلعه وزیراباد په هدیره کې د دغو مړو د ښخولو په مراسمو کې د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو د افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې بهرنیو هیوادونو ته دې د غیر قانوني کډوالۍ مخه ونیسي.

همداشان دغو ښاریانو افغانانو ته د ترکیې او ایران د ویزو د بهیر د سختولو غوښتنې هم کولې او ویل یې، اکثره د انسانانو قاچاقبران د همدغو دوو هیوادونو د ویزو له لارې اروپایي هیوادونو ته افغانان استوي، چې بیا د نامعلوم برخلیک سره مخ کیږي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستندونکو چارو وزارت وایي، چې په تیر عیسوي کال کې تر ۲۵۰۰۰۰ پورې افغانانو د نړۍ په ۴۴ شتمنو هیوادونو کې د اوسیدانې لپاره د پناه غوښتنه کړې وه.

ددغه وزارت د وینا له مخې دا شمیر د ۲۰۱۴ کال پرتله ۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG