د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د ځانمرګو بریدونو د وژل شویو شمېر ۳۵ ته ورسېده


په برید کې یو جنرال هم وژل شوی دی
په برید کې یو جنرال هم وژل شوی دی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په کابل کې د دفاع وزارت ته څېرمه د دوشنبې د ورځې په ځانمرګو بریدونو کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۰۳ ژوبل دي. رویټرز د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش له خولې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو جنرال او څلور نور افسران هم شامل دي.

مخکې د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند وحیدالله مجروح امریکا غږ ته ویلي چې د دفاع وزارت سره نږدې بریدونو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان شوي دي.

وحیدالله مجروح زیاته کړه، چې دا شمیر وژل شوي او ټپیان د پېښې له ځای څخه د کابل امبولانس او عامې روغتیا وزارت د امبولانسونو په واسطه روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

ډاکټر مجروح وویل، چې له دې سربیره د دې پېښې یو شمیر قُربانیان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د امبولانسونو په واسطه هم د دغه وزارتونو اړوندو روغتونو ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي مجروح وویل، چې په ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي، چې د یو شمیر روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دغه چاودنې نن له غرمې وروسته درې بجې او څلوېښت دقیقې هغه مهال د افغانستان د دفاع وزارت سره نږدې وشوې، چې ددغه وزارت کارکوونکي له وزارت څخه خپلو کورونو ته د تللو په حال کې وو.

د کابل د دوشنبې د ورځې له پیښې وروسته د ځای د پاکولو جریان
د کابل د دوشنبې د ورځې له پیښې وروسته د ځای د پاکولو جریان

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، لومړنۍ چاودنه د مرادخانۍ د یک پیسه‌ګي پُل ته نږدې د دفاع وزارت د دروازې مخ کې وشوه او له هغې وروسته کله چې خلک د لومړنۍ چاودنې د ټپیانو مرستې ته راټول شول، یو ځانمرګي بریدګر ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله‌والو مخالفینو د دغو بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا وښودله چې د افغاسنتان د ترقي او پرمختګ دښمنان دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې تروریستي ډلو د جکړو په ډګر کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري او د وېرې او وحشت د خورولو، چاودنو او بریدونو له لارې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه کوي.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وایي، چې امبولانسونو د برید ځای ورروان دي او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

طالبانو د برید مسؤولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې په دغه ځانمرګي برید کې یې د افغانستان د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG