د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ: د حوثیانو دوه بې پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې


په سره سمندر کې پر نړیوالې سوداګریزې لارې د حوثي یاغیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، ددغې لارې د خوندیتوب لپاره د متحده ایالاتو او بریتانوي ځواکونو نړیوال ایتلاف رامنځته شوی دی.
په سره سمندر کې پر نړیوالې سوداګریزې لارې د حوثي یاغیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، ددغې لارې د خوندیتوب لپاره د متحده ایالاتو او بریتانوي ځواکونو نړیوال ایتلاف رامنځته شوی دی.

د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) وویل، په یمن کې د حوثي یاغیانو له یو لړ بریدونو وروسته، نړیوالو ځواکونو ددغو یاغیانو دوه بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وویل چې دریمه بې پیلوټه الوتکه د عدن په خلیج کې لوېدلې ده. سنټکام همدارنګه وویل چې د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو په سمندر کې پر نړیوالې سوداګریزې لارې د کښتیو ضد یو بالستیک توغندی توغولی دی.

حوثي یاغیانو چې د یمن پر ډېرې برخې واکمن دي، د نومبر راهیسې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د ډرون او توغندیو په مټ لسګونه بریدونه کړي، او دا بریدونه یې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه کې له فلسطینیانو سره خپل پیوستون بللی دی.

سنټکام وویل، په وروستيو بریدونو کې د دوشنبې په ورځ ناوخته او د سه شنبې په سهار، د ایتلاف یوې کښتۍ یوه بې پیلوټه الوتکه خنثی کړه د متحده ایالاتو ځواکونو په "بریالیتوب سره" یوه بله بې پیلوټه الوتکه هم په نښه کړه.

د سنټکام په یو بیان کې ویل شوي: "ټاکل شوې وه چې دا وسلې په سیمه کې د ایتلافي ځواکونو او سوداګریزو کښتیو دواړو ته یو لوی ګواښ پېښ کړي."

د حوثیانو له خوا په دې اړه سمدستي څه نه دي ویل شوي.

په سره سمندر کې د حوثي یاغیانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، په سره سمندر کې د مهې نړیوالې سوداګریزې لارې د خوندیتوب دپاره د متحده ایالاتو او بریتانوي ځواکونو لخوا نړیوال ایتلاف رامنځته شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG