د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا کې د دوو هلیکوپترو په ټکر کې ۱۰ تنه مړه شوي


د مالیزیا د اور وژنې او ژغورنې ادارې د دوو هلیکوپترو له ټکر وروسته دا تصویر خپور کړی دی.
د مالیزیا د اور وژنې او ژغورنې ادارې د دوو هلیکوپترو له ټکر وروسته دا تصویر خپور کړی دی.

په مالیزیا کې دوو پوځي هلیکوپترو په هوا کې ټکر کړی او پکې سپاره ۱۰ کسان مړه شوي دي.

د مالیزیا د اور وژنې او ژغورنې ادارې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي ۴) وویل چې دغو الوتکو د روزنیزو تمریناتو پر مهال ټکر کړی او مړه شوي کسان یې د عملې غړي دي.

د دې ادارې عملیاتي قوماندان سهیمي محمد سهیل وویل: "دوه چورلکې د الوتنې د روزنې پر مهال له یو بل سره ټکر شوې. طبي افسرانو تائید کړه چې په الوتکو کې سپاره ټول ۱۰ قربانیان دي."

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیې چې څو چورلکې د مالیزیا لوموت ښار ته څېرمه د سمندري ځواکونو د یو لوبغالي دپاسه په ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوي. دغو الوتکو د راتلونکې میاشتې د سمندري ځواکونو ملي ورځې ته د تیاري دپاره تمرینات کول.

په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د یوې هلیکوپتر شاتنی څرخ له بلې هلیکوپترې سره لګیږي او له کبله یې دواړه چورلکې کنترول له لاسه ورکوي او پر ځمکې غورځېږي.

په ویډیوګانو کې په سیمه کې د موجودو عیني شاهدانو غږونه اوریدل کیږي چې د "الله، الله، الله" چیغې وهي.

په هوا کې د الوتکو د ټکر پیښې عامې ندي او لامل یې زیاتره وخت انساني غفلت او د پیلوټ د مهارت کموالی ښودل شوی دی.

تېره میاشت د کینیا په پلازمینې نیروبي کې د یوې الوتکې زده کوونکی پیلوټ او د هغه ښوونکی هغه مهال ووژل شول چې الوتکې یې د بلې مسافر وړونکې الوتکې سره په هوا کې ټکر وکړ.

په دې پېښه کې د مسافر وړونکې الوتکې مسافرو او عملې ته زیان نه و اوښتی او ورته امر شوی و چې بیرته هوايي ډګر ته ستنه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG