د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیو دوه واکسیناتوران یرغمل شوي


کندهار کې پولیس وایي چې د واکسین دغه کارکوونکي د پولیسو د خبرتیا پرته دغې سیمې ته تللي وو.
کندهار کې پولیس وایي چې د واکسین دغه کارکوونکي د پولیسو د خبرتیا پرته دغې سیمې ته تللي وو.

د کندهار د عامې روغتیا په ریاست کې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، وسله‌والو کسانو تیره ورځ هغه مهال دوه واکسیناتوران یرغمل کړل، چې په ریګستان ولسوالۍ کې د پولیو د پروګرام پر تطبیق بوخت وو.

په کندهار کې د بارانونو له امله د ماشومانو د فلج یا پولیو کمپاین د نورو سیمو څخه وروسته پیل شوی وو او نن ددغه درې ورځني کمپاین وروستۍ ورځ وه.

د عامې روغتیا د ریاست دغه چارواکی وایي، چې په یرغمل شویو کسانو کې یوتن یې د کندهار د جنوبي پنځه ولسوالیو د پوليو د پروګرام مسئول ډاکتر محمد عیسی او دوهم یرغمل شوی د سیمې یوتن رضاکار دی.

سرچینه وايي، وسله والو مخالفینو شرط اېښی چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې دې روغتیايي کلینکونه جوړ شي.

په ورته وخت کې د کندهار پوليس وايي چې دا واکسیناتوران د دوی له خبرتیا پرته سیمې ته تللي وو.

د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایاتو اوپراتیفې رئیس جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل، دا واکسیناتوران د پاکستان د بلوچستان د ایالت د نوشکي د سیمې له لارې ریګستان ولسوالۍ ته د تګ په حال کې وو، چې وسله والو مخالفینو ونیول او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته بوتلل.

جنرال عبدالرازق وویل، د واکسین د پروګرام دغو کارکوونکو د خپل سفر او د سفر د هدف په اړه امنیتي مسئولینوته خبر نه وو ورکړی.

جنرال عبدالرازق وویل "دا خلک به د پاکستان له لاري پر هغه لار سیمې ته تلل او راتلل، په غیري علاقو کې یعنی دوی د پنج پای او نوشکي د غرونو په منځ کې په یوه غرنۍ سیمه کې د کلنیک د جوړیدو غوښتنه لرله خو موږ اجازه ورنکړه ځکه موږ په ریګستان او ښورابک په مرکزونو کې هیڅ کلینکونه نلرو، نو که جوړیږي یا دې د ولسوالیو په مرکزونو کې جوړ شي او بل دا خلک د څه لپاره سیمې ته تللي وو؟ پوليس يې ولي نه وو خبرکړي؟".

جنرال عبدالرازق زیاته کړه، له دې مخکې وسله والو مخالفینو له روغتیایي مسئولینو د ډیورنډ کرښې ته نږدې د ریګستان او نوشکي ترمنځ سیمه کې د کلنیک جوړولو غوښتنه کړې وه، چې دا غوښتنه امنیتي مسئولینو رد کړه.

لا تر اوسه وسله والو طالبانو پدې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې تر خپلې ولکې لاندې په ګڼو سیمو کې د پولیو د واکسین ټیمونو ته د کار اجازه ورکړې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG