د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې ځانمرګو بریدونو ۳۰ تنه وژلي او ۸۰ نور یې ټپیان کړي


امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته ټولې غځیدلې لارې تړلي دي.
امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته ټولې غځیدلې لارې تړلي دي.

وسله‌والو طالبانو نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کابل ښار د دارالامان پر سړک د ملي شورا اړوندې یوې ودانۍ ته نږدې دوه ځانمرګي بریدونه ترسره کړل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو مسؤل او ویاند وحیدالله مجروح امریکا غږ ته وویل، د پیښې له ځای څخه د کابل امبولانس ۳۰ مړي او اویا ټپيان روغتونونو ته لیږدولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ ته وویل "موږ د پیښې په ځای کې یو، پلټونکو ډلو په سیمه کې خپل کار پیل کړی دی، خو د برید څرنګوالي او اوښتې مرګ ژوبلې جزئيات به وروسته څرګند شي."

دغه ځانمرګي بریدونه د ملي شورا اړوندې یوې ودانۍ ته نږدې، چې پخوا د ملي امنیت پنځم ریاست په کې وو، شوي دي.

امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته ټولې غځیدلې لارې تړلي او سیمې ته د خلکو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

وسله‌والو طالبانو د دغو بریدونو مسؤلیت منلی او افغان امنیتي ځواکونو ته یې په کې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې لومړی د ملي امنیت ریاست د کارکوونکو کاسټر ډوله موټر په نښه کړی او له هغې وروسته، کله چې امنیتي ځواکونه د پیښې ځای کې راټول شوي، دویم بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر ته چاودنه ورکړې ده.

د وسله‌والو طالبانو د ادعا له مخې په دغو بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا اویا منسوبین وژل شوي او ټپیان شوي دي.

افغان امنیتي چارواکو تر اوسه د طالبانو د ادعاو په غبرګون څه نه دي ویلي.

دارالامان د کابل ښار یو له مهمو سیمو شمیرل کیږي.

د بریدونو ځای ته نږدې د افغانستان ملي شورا، د اوبو او بریښنا وزارت او د افغانستان امریکايي پوهنتون موقعیت لري. په روان لمریز کال کې پر دغه پوهنتون باندې هم وسله‌وال برید شوی وو.

XS
SM
MD
LG