د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ پیل شوې


دا د ۱۹ کلنو ځوانانو یوولسم نړیوال جام سیالۍ دي.
دا د ۱۹ کلنو ځوانانو یوولسم نړیوال جام سیالۍ دي.

د کرکټ د ۱۹کلونو ځوانانو د نړیوال جام سیالۍ په بنګلدېش کې پيل شوې او افغانستان په څلورم پرلپسې ځل په کې لوبیږي.

په لومړنیو دوو سیالیو کې کوربه بنګلدېش په ۴۳ منډو جنوبي افریقا او انګلېنډ په ۲۹۹ منډو فیجي ته ماتې ورکړې.

د نړیوال جام لوبډلې

اسټرالیا د امنیتي اندېښنو له کبله دغه نړیوال جام ته خپله لوبډله استولې نه ده. په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې لوبیږي.

بنګلدېش، سرېلنکا، هند، پاکستان، انګلېنډ، جنوبي افریقا، نیوزلېنډ، ویسټ انډیز، زمبابوې، افغانستان، نيپال، ایرلېنډ، سکاټلېنډ، کاناډا او فیجي به د دغه نړیوال جام برخوال هېوادونه دي.

ګروپونه

د ۱۹ کلنو نړیوال جام لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې دي.

افغانستان په بي ګروپ کې دی چې له پاکستان، سرېلنکا او کاناډا سره مخامخ دی.

د افغانستان لومړنۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ (جنورۍ ۲۸) له پاکستان سره ده.

استرالیا چې درې وارې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی، د امنیتي اندېښنو له کبله بنګلدېش ته لوبډله استولې نه ده.
استرالیا چې درې وارې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی، د امنیتي اندېښنو له کبله بنګلدېش ته لوبډله استولې نه ده.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې مدیر نوید کاکړ د امریکا غږ اشنا ته وویل "د لوبغاړو مورال لوړ دی، هوډمن یو چې پاکستان او نورو پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړو او د نړیوال جام سیالیو وروستي پړاو ته ځان ورسو. "

دا څلورم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنو ځوانانو د نړیوال جام په سیالیو کې لوبیږي.

افغانان په تېر او تر هغه مخکې نړیوال جام کې ښه ځلېدلي وو.

د سیالیو پړاوونه

هره لوبډله په خپل ګروپ کې درې سیالۍ کوي، د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې دویم پړاو ته ځي. يانې په اول پړاو کې به اته ټیمونه دویم پړاو ته لاره کوي.

په دویم پړاو کې به بیا څلور لوبډلې درېیم پړاو ته ځي او بیا به دوه لوبډلې پایلوبې ته وځي چې یوه به یې اتلولي ګټي.

دا څلورم ځل دي چې افغانستان د ۱۹کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې لوبیږي.
دا څلورم ځل دي چې افغانستان د ۱۹کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې لوبیږي.

نړیوال جام او تلویزون

د دغه نړیوال جام هره لوبه پر تلویزون نه ښودل کیږي او یوازې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیو ترمنځ سیالۍ پر تلویزون ښودل کیږي، پر دې سربېره هند پتېيلې ده چې خپله هره سيالي پر تلویزون وښيي.

د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړي لس هېوادونه دي.

د تېرو جامونو ګټونکي

د کرکټ نړیواله شورا په هر دوو کلونو کې یو وارې د ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالۍ برابروي. د ۲۰۱۴ کال اتل يې جنوبي افریقا وه او تر هغه مخکې هند و.

دا سیالۍ په اول وار په ۱۹۸۸ کال کې وشوې چې استرالیا وګټلې خو بیا د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله شاوخوا لس کاله ونشوې.

دویم نړیوال جام بیا په ۱۹۹۸ کال کې و چې له هغه وروسته په دوو کلونو کې یو وارې کیږي.

اسټرالیا او هند درې وارې، پاکستان دوه وارې، انګلېنډ او جنوبي افریقا یو- یو ځل د کرکټ د ۱۹کلنو ځوانانو نړیوالې اتلولۍ ګټلي دي.

د ۲۰۱۶ کال نړیوالې سیالۍ د فبرورۍ په ۱۴نېټه ختمیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG