د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربي امارات د القاعدې د ادعا په باب تحقیقات کوي


متحده عربي امارات د القاعدې د ادعا په باب تحقیقات کوي

متحده عربي امارات د القاعدې د ادعا په باب تحقیقات کوي

د متحده عربي اماراتو د هوایي چلند چارواکي وایي چي په یمن کي د القاعدې د څانګي د هغي ادعا په باب تحقیقات کوي چي ویلي یې دي د سیپټامبر په میاشت کي په دوبی کي د امریکا د پارسل وړونکي الوتکي په را غورځولو کي دغي ډلي لاس درلود.

د دغه هوایي چلند رئیس ( سیف السویدي ) نن د شنبې په ورځ خبري منابعو ته وویل چي چارواکي دا ادعا جدي بولي. مګر هغه وویل چي د ( یو، پي، ایس ) په الوتکه کی دننه د کومي چاودني یا د تروریزم سره د ارتباط لرلو کوم شواهد نه شته.

تحقیق کونکو ویلي دي چي په الوتکه کي دننه د اورلګیدو په وجه الوتکه راولویده او دواړه پیلوټان یې مړه شول.

په یمن کي دیره د عربو د ټاپو وزمي القاعدې پرون ددې پېښي مسئولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چي هغې دغه راز په هغي ناکامي دسیسې کي هم لاس درلود چي غوښتل یې په مال وړونکو الوتکو کي امریکا ته پوستي بمونه واستوي.

دغي ډلي په اسلامي ویب پاڼو کي یو پیغام خپورکړی او په کي یې ویلي دي چي د امریکا او د هغې د متحدینو په اهدافو باندي به خپلو حملو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG