د لاس رسي وړ اتصالات

په دوبۍ کې ټکسي ډرونونه


Dubai Drone Taxis
Dubai Drone Taxis

د دوبۍ د ښار چارواکي وايي، په پام کې لري په دغه ښار کې له مسافرو لېږدونکو ډرونونو څخه په منظمه توګه استفاده پیل کړي.

د " اي هنګ ۱۸۴" په نامه چینايي ډرون په دوبۍ کې په داسې حال کې و آزمایل شو چې د دغه ښار چارواکو د "هایپرلوپ ون" په نامه د تکنالوژۍ له یو شمیر شرکتونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي.

په دوبۍ کې چې د نړۍ په کچه د مترو تر ټولو اوږد سیستم لري، د ټکسي ډرونونو آزمویلو ته په کتو سره اوس داپوښتنه رامنځته کیږي چې آیا د هګۍ په شکل جوړ دغه ډرون به وکولی شي د دغه ښار په له ګڼې ګوڼې ډکو سرکونو کې د ترانسپورت ښه بدیل جوړشي که نه.

دغه ډرون یو مسافر چې سل کیلوګرام وزن ولري له یو کوچني سفري بکس سره لېږدولی شي. مسافر په چوکۍ کې په کیناستو سره خپلې مخې ته په یوې لمسي صفحې کې آدرس انتخابوي او د یوې تڼې په کېکاږلو سره په خپله پرواز کوونکي ډرون، پرواز کوي.

دغه ډرون په بطرۍ کارکوي او د دیرش دقیقو لپاره پرواز کولی شي، د بطرۍ په یو ځل چارج پنځوس کیلومتره مزل کولی شي او د پرواز په جریان کې په دوامداره توګه له یو نظارتي مرکز څخه اداره کیږي.

د دوبۍ د ترانسپورت اداره وايي د ټکسي ډرون فعالیت به په دغه ښار کې د روان کال د جولای په میاشت کې پیل شي خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړی.

همدارنګه د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د تیرکال د اپریل په میاشت کې ويلي وو چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په دوبۍ کې د ټول تګ راتګ ۲۵ په سلو کې د بې چلونکو موټرو په واسطه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG