د لاس رسي وړ اتصالات

عربي اماراتو د الماسو څو تنه شکمن غله نیولي


عربي اماراتو د الماسو څو تنه شکمن غله نیولي
عربي اماراتو د الماسو څو تنه شکمن غله نیولي

د عربی اماراتو پولیسو څلور تنه د دې جرم په تور نیولی چی د هند د مومبای په ښار کی یی د ١،۴ ملیون ډالرو په ارزښت الماس د یوه نندارتون نه غلا کړی دی.

دری مکسیکویان او یو د وینزویلا تبعه نن د دبۍ هوایی ډگر ته په رسیدو سره د پولیسو له خوا ونیول شول.

دغه څلور واړه د جرمنی د هامبورگ ښار ته روان وو.

دغو کسانو چی درۍ تنه یی نارینه او یوه ښځه وه د هند د یوه نړوال نندارتون نه د الماسو په غلا کولو باندی تورن شوي دي.

پولیس وایي چې دریو نارینه وو دوکاندار په خبرو ونیو او دغې ښځې الماس په خپله کڅوړه کې ترې اچولي وو.

هندي پولیسو د ویدیویی تصویرونو له مخی تورن کسان وڅارل او بیا یې د نړیوالو پولیسو ادارې (انټرپول) ته اطلاع ورکړه.

د هند د گاڼو نندارتون په نړۍ کی دریم مقام لري. دغه ننداتون ته په سلگونو نړیوال سوداگر ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG