د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ماموریت، د برتانویانو عکسلعمل


د افغانستان ماموریت، د برتانویانو عکسلعمل

د افغانستان ماموریت، د برتانویانو عکسلعمل

د افغانستان په ماموریت کې یوازي سږ کال ۱۰۰ بریتانیوي عسکر وژل شوي دي دا په داسي حال کې ده چې تیره اونۍ د ناټو مشرانو د پرتګال په پایتخت لزبن کې پریکړه وکړه چې تر ۲۰۱۴ کاله پوري به افغانانو ته ددغه ملک د امنیت مسولیت وروسپاري.

خو په بریتانیا کې مظاهره کونکو د افغانستان نه ددغه ملک د قواوو د فوري راوتلو غوښتنه کوله.

د ۵ زرو شاوخوا کسانو تیره اونۍ په لندن کې مظاهرې وکړې او د افغانستان نه یې د بریتانیې د قواوو د راوتلو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې پخوا هم په بریتانیا کې دغه راز مظاهرې کیدلې خو دغې مظاهرې ځکه توپیر درلود چې مشري یې د جو ګلینټن په غاړه وه چې د افغانستان په جګړه کې یې د سرتیري په توګه برخه اخیستې ده.

جو هغه ته ورکړل شوی میډال بیرته اړوندو چارواکو ته ورکړ او له دې امله چې افغانستان ته د دویم ځل دپاره نه ولاړ، ۹ میاشتې بند پر راوخت. دا چي هغه ولي د دې مظاهرې مشري کوي په دې باب داسي وايي:

دا یوځل بیا واضح بیلګه ده چې خلګو خپله غوصه او دوامداره مقاومت د افغانستان د ماموریت په باب څرګند کړ، دا جګړه په دې خاطر اوس هم ادامه پیدا کوي چې ځیني چارواکي خپل شهرت وساتي.

بریتانیا په افغانستان کې ۹۵۰۰ عسکره لري چې د آمریکا نه راورسته دویم ملک دی چې په افغنستان کې ډیرې قواووې لري، د جګړې د پیل راهیسي تر دغه ۳۴۷ بریتانوي عسکره په افغانستان کې وژل شوي دي چې له دې جمله نه ۱۰۰ یې یواځي سږکال په بیلابیلو پېښو کې په افغانستان کې وژل شوي. دغه تلفات د دې لامل ګرځیدلی چې خلګ پر حکومت باندي غږ وکړي چې د افغانستان نه بریتانیوي قواووې راوباسي.

XS
SM
MD
LG