د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ په لندن کې افغان ځوانانو ته یو نوی ژوند ورکړی دی


دغه ځوانان له زندان نه د کرېکټ تر میدانه پورې د ژوند کیسه کوي.
دغه ځوانان له زندان نه د کرېکټ تر میدانه پورې د ژوند کیسه کوي.

په لندن کې د مهاجرینو د کرېکټ پروژې په نوم موسسه چې د انگلستان د مهاجرینو د خیرېه ټولنې لخوا تمویلیږي په کال ٢٠٠٩ کې فعالیت پیل کړی دی او هدف یې مهاجرو ځوانانو ته انگلیسي زده کړه او د کرېکټ ښودل دي.

دوی د ځوانانو مهاجرینو سره په رسمي کارونو او مرستو اخیستو کې هم مرسته کوي خو، په دې پروژه کې زیاته گټه افغان مهاجر ځوانانو ته رسیږي، ځکه چې دوی د نورو په نسبت د کرېکټ سره ډېره مینه لري او د انگلستان حکومت غواړي دوی ته د ېکرکټ د لارې یو نوی ژوند برابر کړي.

د لندن په جنوب کې د کرېکټ د روزنې په مرکز ۲۱ کلن افغان ځوان ارمان وايي" زه کله په لومړۍ ورځ دلته راغلم نو ډطر بې جراته وم. انگلیسي مې سمه نه وه زده او د ښونکي په خبرو هم نه پوهطدم.خو بیا دلته نورو افغان لوبغاړو سره مې آشنايي پیدا شوه او هغوی راسره کومک وکړ او کار مې روان شو."

ارمان وايي چې اول زه توپ وهونکی ووم. بیا وکټ ساتونکی شوم ،ورسره مې توپ اچونه هم زده کړه او پوره لوبغاړی شوم.
ارمان وايي چې اول زه توپ وهونکی ووم. بیا وکټ ساتونکی شوم ،ورسره مې توپ اچونه هم زده کړه او پوره لوبغاړی شوم.

د لندن د کرطکټ په دې اکاډمۍ کې د ارمان سره دوه نور ځوانان هم کرېکټ زده کوي، چې یو یې هارون او بل یې مطیع الله نومیږي.

د دوی په شان ډېر افغان ځوانان په مختلفو لارو برتانیا ته ځانونه رسوي او پناه اخلي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېر کال نژدې ۲۰۰۰ځوانان د افغانستان په شمول د مختلفو ملکونو نه لندن ته په خپل سر یوازې را رسیدلي او پناه ېې اخیستې ده خو، د پناه اخیستو نه مخکې ېې ډېر سخت د مشکلاتو ډک سفرونه کړي.

پردي وطن او خلکو کې یې ژوند ته رسیدلي او بیا چې را ورسي نو بنديخانو کې اچول کیږي او د پولیسو د سختو تحقیقاتو سره مخ کیږي.

افغان کډوال هارون چې ۱۸ کلن دی وايي " زه چې انگلستان ته را ورسطدم ډطر وارخطا وم نه پوهېدم چې دوی به راسره څه کوي، هېڅ شي باندې هم نه پوهېدم."

بل ځوان ارمان وايي" زه هغه وخت ١٥ کلن وم چې په یوه لارۍ کې پټ انگلستان ته را ورسېدم. قاچاقبرو په سختو لارو را تېر کړم او د پولیسو ویره او بلخوا د نوي حالت فکر."

هغه وايي چې د نورو ۱۴ هلکانو سره یوې لارۍ کې راغلی دی. او وايي کله چې پولیسو ته یې وویل چې دی ۱۵ کلن دی، هغوی ونه منله او بندي کړ چې بیا درې نیمې میاشتې په زندان کې و.

مطیع الله ،ارمان او هارون د تېرو کلونو په موده کې د زندان نه تر ېکرکټ میدانه پورې کیسه کوي او وايي چې دوی سره دلته خلکو ډېر ښه چلند کړی له مکتب نه واخله د کرېکټ پورې.

ارمان ،هارون او مطیع الله درېواړه د کرکټ په میدان کې د افغانستان نوم روښانول غواړي
ارمان ،هارون او مطیع الله درېواړه د کرکټ په میدان کې د افغانستان نوم روښانول غواړي

خو، هارون وايي چې"په مکتب کې راسره هلکانو بد وضعیت کړی. زما په انگلیسي پورې یې خندل او مسخرې ېې کولې. خو اوس مې ټول ملگري شویدي."

دوی ته اصل ژوند د کرېکټ په دې اکاډمۍ کې په برخه شو. دوی وايي چې وطن کې یې په پلاستکي توپ کرېکټ کاوه خو اوس ورته د کرېکټ ټول سهولتونه برابر شویدي.

ارمان وايي " زه توپ وهونکی وم. بیا وېکټ ساتونکی شوم ورسره مې توپ اچونه هم زده کړه او پوره لوبغاړی شوم."

د مهاجرینو دپاره د کرېکټ د پروژې یا ار سي پي دفتر دې افغانان ځوانانو ته د کرېکټ روزنې سره سره په انگلستان کې د خپلو حقوقو د ساتنې زدکړه هم ورکوي.

د دې دفتر په وینا افغانستان نه د کم عمر هلکانو راتگ د پخوا په نسبت ډیر کم شویدی، په کال ٢٠٠٨ کې ‍۱۸۰۰ افغان ماشومان انگلستان ته راغلي وو، خو په کال ٢٠١۴ کې دا شمیر ١٦٨ ته راټیټ شوی.

دغه مهاجرینو د کرېکټ پروژه چې د انگلستان د مهاجرینو د خیرېه ټولنې لخوا تمویلیږي وخت په وخت ورته نوي نوي افغان هلکان راځي او نوی ژوند پیلوي.

اوس هغه افغان ځوانان چې انگلستان کې ېې د اوسېدو حق ترلاسه کړ‏ي د مهاجرینو د کرېکټ پروژه ورته دلوړو زده کړو،نورو مسلکي روزنو او د کارموندنې په لړ کې مرستې کوي.

افغان ځوان هارون وايي چې دی غواړي چې د مستري کار زده کړي، ارمان ،دا ارمان لري چې د کمپوټر ټیکنالوجۍ کې زدکړې وکړي او مطیع الله وايي چې طب کې مسلکي زدکړي ولري.

مطیع الله وايی چې غواړي دی خپل کار نه ډیر راضي دی او غواړي چې نورو ته هم خیر ورسوي. د مریضانو خدمت وکړي.

ارمان ،هارون او مطیع الله درېواړه د کرېکټ په میدان کې د افغانستان نوم روښانول غواړي او غواړي چې تل د افغانستان په نوم یاد شي او خپل نوی ژوند هم د خپل وطن او وطنوالو په خدمت کړې تېر کړي.

XS
SM
MD
LG