د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ د ښځو لپاره د امن کور غواړي


په داسې حال کې چې د کونړ په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ لوړه شوې دغه ولایت تر اوسه زور زیاتي سره د مخ کېدونکو ښځو لپاره د امن کور نه لري.د کونړ د ښځو چارو د ریاست مشره سهیلا بابر وايي یوازې په تېره یوه میاشت کې یې د ښځو سره د زور زیاتي اوه پېښې ثبت کړي چې دا ارقام د تېر په پرتله بیخي لوړ دي.

هغې وویل:"مخکې دا پېښې بیخي کمې وې خو اوس زیاتې شوي دي".

هغه وايي له کلونو راهیسې په دې هڅه کې ده تر څو د دغه ډول ښځو د خوندیتوب لپاره د امن کور پیدا کړي، خو تر اوسه یې چارواکو پر خبرو غوږ نه دی ګرولی.

اغلې بابر وايي د اوس لپاره د تاوتریخوالي سره مخ دغه ډول ښځې د قومي مشرانو او یا د ښځو چارو ریاست د کارکونکو په کورونو کې ساتل کېږي، خو دا چاره د حل لاره نه ګڼي.

نوموړې وویل: " مونږ به مخکې د قومي مشرانو او یا زمونږ دریاست د حقوقو مدیرې په کور کې ساتلې، خو اوس دوی هم په تنګ شوې وي او نه یې ساتي".

د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د ښځو لپاره د امن کورونه نه لري
د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د ښځو لپاره د امن کورونه نه لري

د کونړ یو شمېر اوسېدونکې ښځې هم د امن کور غوښتونکي دي، ځکه په باور یې د سوال په کورنو کې ددوی ساتنه او پالنه ګرانېږي.دوی ددې تر څنګ په دیني عالمانو او د خبرې پر خلکو غږ کوي، چې تر هر څه وړاندې دې د تاوتریخوالي د کمښت هڅې ګړندۍ کړي.

بصیره انوري د کونړ اوسېدونکې ده، هغه وايي: " دیني عالمان چې په جوماتونو مسلې کوي اول باید خپلې ښځې له تاوتریخوالي وژغوري".

د کونړ ولایتي اداره وايي له تاوتریخوالي سره مخ هغه ښځې چې بېرته کورته تلل یې په مرګ تمامېږي دا اوس لپاره په ننګرهار کې د ښځو د امن کور ته وړي.والي وحید الله کلیمزی وايي په وار وار یې په کونړ کې د امن کور د جوړېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه په دې چاره نه دی بریالی شوی.

د کونړ والي وايي: " مونږ اوس د ننګرهار امن کور ته ښځې لېږو هلته ساتل کېږي او دا یوه سخته خبره ده. زه چې کونړ ته راغلی یم له هغه وخته په دې کوشش کې یم چې په کونړ کې د امن کور لپاره یوه ودانۍ او پرسونل پیدا کړم تر څو دغه ستونزه اواره شي".

د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د ښځو چارو ادارې د تاتریخوالي سره د خامخو ښځو د ساتنې لپاره د امن کورونه نه لري، ځکه یې د قومي مشرانو په مېنو او یا نورو ادارو کې ساتي.

XS
SM
MD
LG