د لاس رسي وړ اتصالات

کامیرون: د مهال ویش نه مخکي د افغانستان څخه نه وځوو


کامیرون: د مهال ویش نه مخکي د افغانستان څخه نه وځوو
کامیرون: د مهال ویش نه مخکي د افغانستان څخه نه وځوو

د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون نن د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چي دی داسي کوم پلان نه لري چي تر خپل مهال ویش نه مخکي دي د افغانستان نه د برتانیې محاربوي قواوي را وباسي. هغه دا هم وویل چي برتانیه غواړي د کابل سره یې قوي اړیکي مخ په وړاندي رواني وي، ځکه چي « دا د ټولي نړۍ په گټه ده چي یو محفوظه او با ثباته افغانستان دي چي د تروریزم نه آزاد وي موجود وي. »

ښاغلي کامیرون دا وینا وروسته له هغه وکړه چي د لندن نه بهر یې د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل. د برتانیې مشر وویل چي دده هیواد به د

٢٠١۴ کال نه وروسته هم کله چي یې عسکر د افغانستان نه راووځي، د هغه هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د هغه دریځ د فرانسې د جمهوررئیس ( نیکولا سرکوزي ) ددریځ نه فرق لري چي د جمعې په ورځ یې د افغاستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل.

XS
SM
MD
LG