د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان طالبان سولې ته وهڅول


د برتانیې دبهرنیو چارو وزیر فېلېپ هاموند او سرتاج عزیز, اسلام آباد، ٢٠١٦ کال د مارچ اتمه
د برتانیې دبهرنیو چارو وزیر فېلېپ هاموند او سرتاج عزیز, اسلام آباد، ٢٠١٦ کال د مارچ اتمه

فېلېپ هاموند: برتانیه په ټینگه د افغانستان د حکومت او څلور اړخیزې ډلې د هڅو ملاتړ کوي چې د سولې مستقیمې خبرې پیل کاندي.

پاکستان د افغانستان طالبان دېته وهڅول چې د افغانستان له حکومت سرهد سولې په خبرو کې بې له مخکنیو شرایطو برخه واخلي.

په بهرنېو چاروکې، د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل نن په یو خبري کنفرانس کې وویل طالبانو ته بنیادي خبره داده چې هغه شرایط چې دوی ېې یادوي، پر هغو د مذاکراتو په ترڅ کې خبرې کېدلی سي خو مخکې له مخکې نه نشي کېښودل کېدلی. د مثال په توگه د بندیانو تبادله او د سفر آزادي او داسې نور.

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هاموند ته نن د سه شنبې په ورځ په یوه مجلس کې ډاډ ورکړ چی اسلام آباد لاتراوسه پورې هم له گاونډي افغانستان سره دسولې د بهیر ملاتړ کوي.

د طالبانو انکار

طالبانو اعلان وکړ چې د افغانستان له حکومت سره به ترهغه وخت پورې د سولې په خبرو کې برخه وانخلي، څو پورې چې بهرنۍ قواوې ددوی پر مواضعو بریدونه بند نه کاندي او له افغانستان څخه ونه وزي.

د طالبانو دې اعلان ته د سولې د خبرو په برخه کې د پاکستان، واشنگټن، او چین د هڅو د په شاتگ په نظر وکتل شول. دغو هېوادونو هڅې وکړې چې په دې میاشت کې د افغانستان او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد کې د مخامخ خبرو لپاره شرایط برابر کړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هاموند نن په پاکستان کې له ښاغلي سرتاج عزیز سره د افغانستان د سولې په برخه کې خبرې وکړلې.

هغه نن له ښاغلي سرتاج عزیز سره په گډ خبري کنفرانس کې د پاکستان دهغو هڅو ستاینه وکړله چې د افغانستان د سولې په برخه کې ېې کوي.

د برتانیې دبهرنیو چارو وزیر فېلېپ هاموند وویل " موږ په دې بحث وکړ چې نړۍ واله ټولنه په دې برخه کې نور څه کولی شي چی د سولی د بهیر ملاتړ وکړي.

په بهرنېو چاروکې، د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل د افغانستان طالبان، د افغانستان حکومت او درې نور هېوادونه چین، پاکستان او متحده ایالات په دې څلور اړخېزو خبرو کې د سولې د بهیر د سهولت لپاره همکاری کوي. په دې کې به د یو مشترک مسوولیت د نظر پر بنسټ د څلوراړخېزې همکارۍ ډله له خپل اړوند اړخ سره خبرې وکړي چې څنگه کولی شي سولې ته ېې و هڅوي.

سرتاج عزیز وویل" د افغانستان حکومت خپله بلنه دهغوی ( طآلبانو) لپاره تکرار کړېده چې د سولې خبرو ته راشي، نوځکه زه هیله من یم چی دا بهیر په دې راتلونکېو ورځو کې په یوه کچه پیل کېدلی شي او کله چې پیل شي، نوزه باوري یم چې دا بهیر به سرعت پېدا کاندي".

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند وویل د خبرو په ترڅ کې دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان څرگنده کړله چی نړۍ واله ټولنه څنگه کولی شي چې په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ وکړی.

له بل پلو، د افغانستان حکومت لاتراوسه پورې هم هیله لري چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کاندي، که څه هم هغوی په خپله تازه وینا کې له دېنه انکار وکړ چی د سولې په بهیر کې برخه واخلي.

حکمت خلیل کرزی، د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال
حکمت خلیل کرزی، د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال

د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی د طالبانو له خوانه د خبرو ردول یو تاکتیکي عمل بولي او وايي افغانستان به خپلو هڅو ته د سولې د تامین په برخه کې دوام ورکړي.

په کابل کی په هغه خبري کنفرانس کې چی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی هم ورسره و فیلېپ هاموند وویل د افغانستان خلک د څولسیزو شخړو او بې ثباتۍ نه ورو سته د سولی مستحق دي او له سولی نه پرته خپله اقتصادی سوکالی هم منځته نشی راوستلی.

فېلېپ هاموند،د برتانیې دبهرنیو چارو وزیر په کابل کې وویل" برتانیه په ټینگه د افغانستان د حکومت د هڅو او څلور اړخیزې ډلې ملاتړ کوی چی د سولی مستقیمی خبرې پیل کاندي.

ښاغلي هاموند داهم وویل چې په افغانستان کې به خپل نظامي حضور وساتي او ۴٥٠ برتانوي عسکر به د غېرنظامی ماموریت په ترڅ کې په ٢٠١٦ کال کې هم په دغه هېواد کېحضور و لري.

XS
SM
MD
LG