د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې سفیره: افغانستان کې داعش د اندیښنې وړ دی


په افغانستان کې د بریتانیې د سفیرې سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه.

په افغانستان کې د بریتانیې د سفیرې سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه.

افغانستان ته د بریتانیې سفیره وایي چې هیواد یې په افغانستان کې د دقیقې او بشپړې ارزونې نه وروسته به پریکړه وکړي چې ځواکونه یې د کال ٢٠١٦نه وروسته دې هیواد کې پاتې شي که نه.

کرن پیرس ویلي چې په راتلونکې کال کې به د پولند په پلازمینه وارسا کې یوه لویه غونډه جوړه شي څو د افغانستان لپاره د شیکاگو ژمنو ته کره کتنه وشي. د بریتانیې سفېر ه د ملي یووالي حکومت نه په ملاتړ وویل چې هیواد یې د اداري فساد په وړاندې د دې حکومت له اصلاحاتو او عملي کارونو ملاتړ کوي.

میرمن پیرس افغانستان کې د داعش گواښ د اندیښنې وړ وبالو او زیاته یې کړه چې بریتانیه د افغانستان حکومت سره د دې ډلې په وړاندې په مبارزې کار کوي.

XS
SM
MD
LG