د لاس رسي وړ اتصالات

برتانویان په اوږه په اوږه ټاکنو کې


ډیوید کمېرون د خپل مهم سیال اېډواډ مېلبند پلانونه خوب بولي
ډیوید کمېرون د خپل مهم سیال اېډواډ مېلبند پلانونه خوب بولي

په بریتانیه کې د نن ورځې ټاکنې، په څو لسیزو کې تر ټولو د سختې سیالۍ ټاکنې بلل شوي دي. په دې ټاکنو کې د پارلمان٦٥٠ غړي انتخابیږي.

پدې ټاکنو کې گڼ شمېر سیاسي گوندونو برخه اخیستې ده خو د محافظه کار گوند مشر او اوسنی صدراعظم، ډېوېد کمېرون او په پارلمان کې د حکومت د مخالف کارگر گوند مشر، اېدورد مېلبند د دې سیالۍ مهم سیالان گڼل کیږي.

ښاغلی مېلبند له لسو کلونو راهیسې د بربتانیې په پارلمان کې د ډانکستر نارټ د انتخاباتي حوزې استاريتوب کوي او یواځنۍ سیاستوال گڼل کیږي چې د صدراعظم ډېوېد کمېرون څخه د څوکۍ د اخیستو چانس لري.

د رای اچونې له بهیر نه وړاندې، یوې ملي سروې دا ښودلې وه چې ښاغلي کمېرون د خپل سیال اېدورد مېلبند نه یو څه مخکې دی.

خو د دې نظرپوښتنې پر اساس داسې ښکاري چې هېڅ یو به هم په پارلمان کې اکثریت ترلاسه نکړي بلکه د ننۍ ټاکنو پایلې به مخکښ گوند د یو ائتلافي حکومت جوړولو ته اړ کړي.

له ټاکنو څخه وړاندې ښاغلي کمېرون ژمنه کړې وه چې د بیا انتخابېدو په صورت کې به یوه ټول پوښتنه په لاره واچوي او د اروپا د ٢٨ هېوادونو په ټولنه کې د بریتانیې د پاتې کېدو په اړه د خلکو نظر ترلاسه کړي.

د بریتانیې په ننۍ ټاکنو کې څه د پاسه ۴٥ میلیونه خلک د رای اچونې وړ پېژندل شوي او په ټول هېواد کې ٥٠ زره ټاکنیزې حوزې د رای ورکوونکو لپاره جوړې شوي دي.

په بریتانیه کې د رای اچونې بهیر د هغه هېواد په وخت سهار ٧ بجې پیل شو او ټاکل شوې ده چې د شپې تر لسو بجو پورې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG