د لاس رسي وړ اتصالات

برېتانیا افغان پوځ سره تر ۲۰۲۱ کال پورې مرستې کوي


د برېتانیا دغه وزیر دا ډول له افغانستان سره د خپل هیواد د انکشافي مرستو د دوام خبر هم ورکړ

د برېتانیا دغه وزیر دا ډول له افغانستان سره د خپل هیواد د انکشافي مرستو د دوام خبر هم ورکړ

برتانیا د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې د مرستې اعلان وکړ او ددغه هیواد یوه لوړ پوړي وزیر وویل چې اویا ملیونه اسټرلینګ پونډه له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر ډیسمونډ سوین، د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې برېتانیا به په ناټو کې په خپلو همکارانو غږ وکړي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.

ډیسمونډ سوین وویل "افغانستان په تېرو پنځلسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو لا هم زیات کار پاتې دي، دا زمونږ دنده ده، په ناټو کې په خپلو همکارانو غږ وکړو، چې افغانستان سره مرستو دوام ورکړي".

د برېتانیا دغه وزیر دا ډول له افغانستان سره د خپل هیواد د انکشافي مرستو د دوام خبر هم ورکړ.

برتانیا هر کال د ۱۷۸ ملیونو پونډو انکشافي مرسته له افغانستان سره کوي او دا مرسته د ۲۰۱۷ کال تر پایه ادامه لري، خو برېتانیا اوس دا ارزوي، چې دا مرستې تر ۲۰۲۰ کاله پورې وغځوي. د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر وویل" مونږ به ژر د خپلو مرستو اعلان وکړو".

برتانیا له ۲۰۰۸ میلادي کال راهېسې په افغانستان کې د حرکت په نوم د پانګونې د ملاتړ پروګرام پرمخ وړي، دې پروګرام تر سږ کال پورې دوام کاوه، خو برېتانیا د حرکت پروګرام وغځوه.

د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د حرکت ددغه پروګرام د غځېدو د خبر د بیانولو په مهال وویل چې ۱۵ ملیونه پونډه به نوره مرسته ورسره وکړي.

حرکت پانګونې ته زمینه برابروي، د پانګونې اړونده قوانین سموي او خصوصي سکټور ته پیسې ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې افغان حکومت د وارسا او بروکسل کنفرانسونو ته بشپړ تیاری لري او خپلې تعهدات یې په ځای کړي دي.

برېتانیا تر دې اوسه له څلورو ملیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG