د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه وايي ایران پرې بې ځایه تورونه لگوي


برتانیه وايي ایران پرې بې ځایه تورونه لگوي
برتانیه وايي ایران پرې بې ځایه تورونه لگوي

برتانیې نن د ایران په حکومت باندې تور ولگوه چې برناحقه پرې په ایران کې په یو لړ وژنو او قاتلانه حملو کې د لاس لرلو الزامونه لگوي.

نن د ایران حکومت وویل، څلور تنه قاتلان چې گومان کیږي په ایران کې یې په پنځو قاتلانه حملو او وژنو کې لاس درلود او په برتانیې کې یې د کردانو د یوې جلاوطنې ډلې سره اړیکې لري نیولي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت نن وویل چې نیول شوي کسان په برتانیې کې د د حکومت د مخالفو وسله والو کردانو د کومالا ډلې غړي دي او د وژنو حکم ورته د جټېل فتاحي په نامه د کردانو یوه قوماندان ورکړی و.

د ایران د استخباراتو وزارت وویل چې فتاحي په برتانیه کې ژوند کوي، خو ایراني مقاماتو ددغو وژنو په اړه نور تفصیلات برابر نه کړل.

خو په ځواب کې یې د برتانیې د خارجه او مشترک المنافع هېوادونو د چارو وزارت اعلان وکړ چې د ایران الزامونه دروغ دي. د برتانیې خارجه وزارت نن په خپله یوه ډېره سخته بیانیه کې وویل چې مونږ د تروریستي اعمالو ملاتړ نه کوو او د ایران تازه الزام د زړو درواغو او بې بنیاده الزامونو یوه برخه ده.

د کومالې وسله واله ډله د ایران د کردانو په سیمه کې د حکومت پر خلاف د عراق د سرحد سره نژدې خپل عملیات کوي او ایران وايي چې د برتانیې استخبارات ورسره مرسته کوي.

د برتانیې د خارجي استخباراتو ایم اې شپږ رئیس جان سیورز په خپله یوه بې سابقې وینا کې چې تیره میاشت یې وکړه د ایران په شمول په یو شمېر ملکونو کې د استخباراتي فعالېتونو نه دفاع وکړه.

جان سېورز وویل، څرنگه چې ایران د خپلو نړیوالو مکلفیتونو برخلاف لگیا دی د اتومي وسلو د جوړولو کوښښ کوي نو د برتانیې استخبارات مجبور دي چې د ایران د فعالیتونو په باب لازم معلومات راټول کړي.

ایران وايي چې برتانیه په ایران کې ستخباراتي عملیات سر ته رسوي او پټ معلومات راټولوي.

XS
SM
MD
LG