د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې د شاهي قطعې پنځه عسکر د قتل په تور تورن شول


آرشیف

آرشیف

د برتانیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د شاهي قطعې په پنځو عسکرو په افغانستان کی د قتل تور ولگول شو. قتل په تیر کال کې شوی و. دوي لومړني برتانوی عسکر دي چې په یو دپاسه دوه زرم کال کې په افغانستان کې د برتانیوي عسکرو د ځای پر ځا کېدو راهیسې په قتل تورن کیږي.

برتانوي مامورینو ویلي دي چې دا پیښه د هلمند په ولایت کې د یاغیانوسره د نښتې په وخت کې شوی وه. د برتانیې 9500 عسکر په افغانستان کې دي چې د دې جملې نه اکثره یې په هلمند ولایت کې دیره دي. دوي وایي په دې پیښه کې هیڅ ولسي خلک نه وو شامل.

بی بی سي او نورو خبری اژانسونو رپوټ ورکړیدی چې دغه پنځه عسکر هغه وخت ونیول شول چې د برتانیی د یو بل عسکر په کمپیوتر کې چه د بلې پیښې په ارتباط نیول شوی و، داسي ویډیو پیدا شوه چې پر دغو پنځو کسو باندي یې جرم ثابتوی.

د برتانیې د دفاع وزارت وویل، دغه پیښه د نظامي محاکمو د څارنې څانگې ته لیږل شوه وه. دغه وزارت وویل دا کسان چې د قتل په تور نیول شویدي، په توقیف کې دي.

سره ددی چې ملکي شخص نه دی وژل شوی ، کیدی شي دا پیښه افغانان را وپاروي او هغه هلې ځلې ضعیفې کړي چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات دپاره روانې دي.

کومه لیوا چې فکر کیږي په دې پیښه کې دخیله ده، دریمه کوماندو ده چې تیرکال په هلمند کې د طالب یاغیانو سره په سخته جگړه کې نښتی وه. ددغې څانگې اوه عسکر د تیرکا ل د اپریل او اکتوبر په میاشتو کې د وظیفې په وخت کې ووژل شول.

د برتانیې عسکر د ژنیو د کنوانسیون په اساس په خاصو شرایطو کې اجازه لري چې په مقابل لورې ډزې وکړي.
XS
SM
MD
LG