د لاس رسي وړ اتصالات

بې درکه شوې برتانوۍ نجونې ښایي داعش استخدام کړې وې


په لندن کې د شیما بیګم او عامره عباس د کورنۍ غړي
په لندن کې د شیما بیګم او عامره عباس د کورنۍ غړي

د برتانیې پولیس د هغو دریو نجونو پسې ترکیې ته تللي چې ګمان کیږي د اسلامي دولت ډلې به استخدام کړي وِ چې په سوریې کې د هغوي سره یو ځای شي. دا نجونې د ښوونځي زده کوونکي دي.

دغه درې جینکۍ چې عمرونه یې د پنځلسو او شپاړلسو کالونو تر منځ دي، یوه اوونۍ مخکې په لندن کې د خپلو کورونو نه بې درکه شوې او ګمان کیږي چې د ترکیې د استانبول ښار ته به تللې وي. په تحقیقاتو کې معلومه شویده چې هغوي په ټولنیزو مطبوعاتو کې د سخت دریزۍ په هکله معلومات تر لاسه کړیدي.

د هغوي د ډلې نه یوې یې د یوې بلې برتانوۍ نجلۍ سره اړیکې هم درلودې چې په 2013 کال کې سوریې ته تللې وه او وروسته بیا داسلامي دولت د ډلې لپاره د کسانو په استخدام کولو کې یې زیات شهرت پیدا کړ.

جانتن رسل د کولیم بنسټ غړی دی چې د سخت دریزۍ د مخنیوي لپاره کار کوي، هغه وایي دغه نجونۍ د اسلامي دولت د ډلې لپاره د استخدام کولو ښه وسیله ګرځي او تبلیغات هم ورته کوي.

" د هغوي نقش به جګړه کول نه وي، ښایي چې هغوي د اسلامي دولت د غړیو لپاره د میرمنو او میندو په حیث کار وکړي او بل غټ نقش به یې تبلیغات وي. د ویډیو د جوړولو لپاره به د هغوي د انګریزي ژبې د مهارت نه کار واخیستل شي او د ځینو نورو احساساتي ځوانانو د استخدام کولو او د هغوي د سخت دریزه کولو لپاره به هم همدغه نجونې وکارول شي. "

داسې اټکل کیږي چې د اروپایي هیوادونو څخه شاخوا درې زره کسان د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شوي وي او ګمان کیږي چې پنځه سوه به یې میرمنې او ځوانې جینکۍ وي.

د دغو دریو جینکیو د کورنیو غړیو هم په مطبوعاتو کې هڅې پیل کړي چې هغوي بیرته کورته راتګ ته وهڅوي. عباس حسین چې د پنځلس کلنې عامره عباس پلار دی. هغه خپلې لور ته داسې پیغام لري.

" عامرې ته زما پیغام دا دی چې بیرته کورته راشه، مونږ دې زیاته یادوو، مونږ خپله ژړا نشو بندولای، مهرباني وکړه او دوه ځلې فکر وکړه. "

رینو بیګم بیا د شمیمه بیګم خور ده. هغه وایي فکر یې هم نه کاوه چې خور به یې داسې کار وکړي. رینو بیګم وایي خور یې د ځان سره هیڅ کالي هم ندي وړي.

" مونږ غواړو چې هغه دې بیرته کور ته راشي، که ته زما غږ اورې نو بیرته خپل کاله ته راشه، په نړۍ کې د مور نه بغیر تا ته بل هیڅوک هم زیات ضرورت نلري."

د دغو جینکیو د کورنۍ غړي د برتانیې د حکومت نه غواړي چې که چیرته هغوي بیرته کورونو ته راشي، نو ودې بښل شي. خو د برتانیې او اروپایي هیوادونو د قوانینو له مخې که چیرته هغوي داسې څه وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې سره همکاري وګڼل شي، نو دا به جرم وي. او که چیرته ترکیې ته یوازې ددې لپاره تللي وي چې د خپل استخدام کوونکي سره وګوري، نو کومه ستونزه به نه وي.

بل پلو د فرانسې چارواکو هم د اسلامي دولت د ډلې په خلاف دننه په فرانسې او بهر کې پراخه مبارزه شروع کړیده. چارواکو د دوشنبې په ورځ د هغو شپږو کسانو پاسپورټونه ضبط کړل چې شک پرې کیده جهادي فعالیتونه به وکړي. فرانسې همدرانګه د پاریس په خلیج کې یوه داسې غټه کښتۍ ځای پر ځای کړیده چې الوتکې پکې ناسته کولی شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازینو وایي چې دد غو کسانو د پاسپورټونو ظبط کول، زمونږ د هڅو پیل دی.

" د دغو شپږو کسانو د پاسپورټونو تر څنګ د فرانسې دولت په څلویښتو اداری بندیزونو کار کوي چې له مخې به یې خلک د فرانسې نه بهر د سفر کولو اجازه ونلري. د دغو هڅو هدف دا دی چې د هغو خلکو مخه ونیول شي چې سوریې او عراق ته د اسلامي دولت د ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره د فرانسې نه بهر سفر کوي. "

په فرانسې کې د جنوري د میاشتې د تروریستي بریدونو نه وروسته چې 17 تنه پکې ووژل شول، شاوخوا لس زره عسکر د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ځای پر ځای شویدي چې د حساسو سیمو امنیت وساتي.

په عین حال کې فرانسې د چارلیز ډي ګاولې په نامه یوه غټه کښتۍ د فارس په خلیج کې ځای پر ځای کړیده چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په مبارزې کې همکاري وکړي. پدې کښتۍ کې الوتکې کښیناستلې شي او پرواز هم ترې کولی شي. پرون د دوشنبې په ورځ د رافایل په نامه جنګي جیټ الوتکې خپل لومړنی پرواز د همدې کښتۍ نه وکړ.

XS
SM
MD
LG