د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې محافظه کار گوند په ټاکنو کې بریالی شو


میلیبند وایي، په سکاتلند کې ناکامي د "ملتپالنې د زیاتوالي" نتیجه وه چې کارگر گوند ماتې وخوړه.
میلیبند وایي، په سکاتلند کې ناکامي د "ملتپالنې د زیاتوالي" نتیجه وه چې کارگر گوند ماتې وخوړه.

دا د ښاغلي کامیرون او د هغه د محافظه کار گوند لپاره یو داسې ستر بری و چې تیرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د برتانیې یو واکمن گوند کولای شي په پارلماني انتخاباتو کې د خپلو څوکیو شمیر زیات کړي.

ښاغلی کامیرون د جمعې په ورځ د بکینگهم ماڼۍ ته ولاړ چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره په رسمي توگه د ملکې له لورې اجازه ترلاسه کړي.

ښاغلی کامیرون به یو ځل بیا د پنځه کالو لپاره د برتانیې صدراعظم شي او گوند به یې په پارلمان کې د ٦٥٠ څوکیو څخه څه دپاسه ٣٢٦ څوکۍ ولري.

هغه وویل "ماته دا انتخاباتي کمپاین تل د هغو مشکلو تصمیمونو په اړه و چې مونږ په تیرو پنځو کلونو کې ونیول، یعنی د یو غښتلی اقتصادي بنسټ رامنځ ته کول چې هیواد ته مو جوړ کړ، او اوس ددې چانس نه گټه اخیستل چې په دې بنسټ پرمخ ولاړ شو."

دا په داسې حال کې دي چې د انتخاباتو نتیجې ددې سبب شوې چې ایډ میلیبند په گډون د اپوزیسیون د گوند مشران استفاوې وکړي.

د سکاتلند ملي گوند په حیرانوونکې توگه په انتخاباتو کې وځلید او د کارگر گوند ته په ماتې ورکولو سره یې پنځوس څوکۍ خپلې کړې او په توگه یې سکاتلند نژدې د یو گوند تر واکمنۍ لاندې کړ.

په دې ترڅ کې د کارگر گوند همدا شان په انگلند او ویلز کې هم پاتې راغی. د کارگر گوند مشر ایډ میلیبند د پنجشنبې د ورځې انتخابات " ډیر مایوسونکي" و گڼل او تیره شپه یې د خپل گوند لپاره "یوه سخته" شپه وبلله.

هغه وویل چې په سکاتلند کې ناکامي د "ملتپالنې د زیاتوالي" نتیجه وه چې د کارگر گوند د ماتې سبب شو.

له بلې خوا د برتانیې مرستیال صدراعظم نیک کلیگ د لیبرال دموکرات گوند د پراخې ناکامۍ وروسته د گوند له رهبرۍ څخه گوښه شو. لیبرال دموکرات گوند د ٢٠١٠ کال په انتخاباتو ٥٧ څوکۍ گټلې وې او د تیرو انتخاباتو په پرتله یې دا ځل اته څوکۍ کمې وگټلې.

د برتانیې د برحاله صدراعظم دیوید کامیرون انتخاباتي کمپاین ژمنه کړې ده چې په اروپایي ټولنه کې پاتې کیدو او یا له هغې څخه د وتلو په هکله به یوه عمومي نظرپوښتنه وکړي.

د برتانوي رسنیو یو شمیر څیړونکي داسې فکر کوي چې د محافظه کارانو په بریالیتوب سره ښایي په راتلوونکو دوو کلونو کې دا ډول یوه نظره پوښتنه پلې شي.

XS
SM
MD
LG