د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس احمدزی: د کابل پولیس باید غیر سیاسي شي


ښاغلی احمدزی او ښاغلی کامرون په کابل کې ګډ خبري کنفرانس ته وینا کوي
ښاغلی احمدزی او ښاغلی کامرون په کابل کې ګډ خبري کنفرانس ته وینا کوي

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني احمدزي نن د ارگ په ماڼۍ کې د برتانیې د صدراعظم ډیوید کامرون سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د کابل په ښار کې د پولیسو د حوزو قوماندانان د سیاسي انګیزو له مخې مقرر شوي دي چې دی غواړي د هغوی په ځای مسلکي پولیس په دندو وګماري.

ښاغلي احمدزي په خپله وینا کې د یو خبریال د یوې پوښتنی په ځواب کې وویل چې په دې هکله یې د کورنیو چارو وزیر ته وظیفه ورکړې ده چې د کابل ښار د پولیسو په حوزو کې اصلاحات پلي کړي.

ښاغلي احمدزي وویل" زمونږ لومړۍ ګام دادی چې باید د کابل د ښار پولیس غیر سیاسي شي او د کورنیو چارو وزیر ته واک ورکړل شوی تر څو د کابل په ټولو ناحیو کې د اصلاحاتو پروګرام پلی کړي او په پیل کې د کابل د ناحیو قوماندانان په بشپړه توګه مسلکي کسان وټاکي".

د افغانستان جمهور رئیس په دغه خبري غونډه کې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسلوالو سره د روغې جوړې په مسله هم وغږیده او په دې برخه کې یې د برتانیې د صدراعظم نه مرسته وغوښته.

ښاغلي احمدزي وویل" د ملي یووالي د حکومت د جوړولو یو دلیل دادی چې واقعآ په دی وتوانیږو چې ددغه هیواد د ستونزو او عمده مسلوپه سر په بشپړه توګه د نظر یووالی رامنځ ته شي چې د سولې مسله یوه له دغو مسلو نه ده".

ښاغلي احمدزي وویل چې د سولې ټینګیدل یوه نړېواله مساله ده او نړیوالو هڅو ته اړتیا لري.

هغه له جنوبي اسیا او په ځانګړې ډول له پاکستان سره د برتانیې اړیکو ته په پاملرنې له صدراعظم کامرون نه وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپل کوښښونه جاري وساتي.

ښاغلي احمدزي په افغانستان کې د فساد په خلاف د خپل حکومت د تیرو ورځو د اقداماتو د یادونې په وخت د برتانیې د صدراعظم نه وغوښتل چې شپږ میاشتې وروسته بیا افغانستان ته راشي او د فساد په وړاندې د افغانانو مبارزه له نږدې وګوري.

ښاغلی احمدزی بله میاشت په لندن کې د افغانستان په باب د جوړیدونکی نړیوال کنفرانس افغان حکومت سره د برتانیې د ګډ کوربتوب له امله د ډیویډ کامرون نه هم مننه وکړه وویل چې دا کنفرانس به د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د تازه کولو لپاره یو ښه فرصت اوسې.

د برتانیې صدراعظم دغه خبري کنفرانس ته وویل چې بریانیا او افغانستان ګډ هدف لري او دا هدف د یو باثباته او پرمختللي افغانستان رامنځ ته کیدل دي.

ښاغلي کامرون وویل "مونږ غواړو چې افغانستان ددې نه وروسته د ترورستانو لپاره یو مصون ځای نه اوسې او هم غواړو چې له دغه هیواده زمونږ یوهیواد ته هم ورځینې ګواښونه راولاړ نه شي. نن مونږ په دی وغږیدلو چې ددې هدف ترلاسه کولو لپاره څنګه یو بل سره کار وکړو".

د برتانیې طدراعظم وویل که چیرې طالبان د افغانستان په راتلونکي کې رول لوبول غواړي نو هغوی ته په کار دي چې زور زیاتې پریږدي او په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

هغه وویل چې درې میاشتې وروسته به په افغانستان کې ددغه هیواد د عسکرو محاربوي ماموریت پای ته ورسیږي.

ښاغلي کامرون وویل "اجازه راکړی چې داڅرګنده کړم مونږ به په افغانستان کې د افغان ځواکونو د پرمختګ نه د کابل په اکاډومۍ کې د مخکښ رول په لرلو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړو" .

ښاغلي کامرون وویل چې هېواد یې د یوه پرمختللي افغانستان د جوړولوهڅو ته هم دوام ورکوي اود دې هدف لپاره به تر۲۰۱۷ کاله پورې هرکال ۱۷۸ میلیونه پونډه افغان حکومت ته برابر کړي.

ددې اونۍ په منځ کې د ښاغلي احمدزي د حکومت د کار له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د لویدیځو هېوادونو یو لوړ پوړې چارواکی د نوي حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي.

بریتانیا له امریکا وروسته دویم هیواد دی چې په تیرو دیارلس کلونو کې د ایساف په چوکاټ کې یې په زیات شمیر پوځیان په افغانستان کې په مخاربوي فعالیتونو بوخت وو.

XS
SM
MD
LG