د لاس رسي وړ اتصالات

وېلادیمیر پوټین: ېانه کووېچ ېوسېاسي مړی دی


Misr
Misr

ښاغلي یانو کوویچ هغو قواو ته چې دې له قدرت نه وغورزاوه، دنوېو فاشیستانو خطاب وکړ او خپل سېاسي مخالفېن ېې ډېرسرسخته نشنلسټان وبلل.

د ېوکراین بی واکه شوي جمهورریس ویکتوریانو کوویچ نن د سه شنبې په ورځ وویل چې د ېوکراین د کریمییا د بیلولو حرکت دده مخالفانو شروع کړیدی، او وې ویل چې اوس هم دی د ملک جمهورریس او اعلی قوماندان دی او لوړه ېې وکړله چې بېرته به قدرت ته راستون شي.
ښاغلي یانو کوویچ هغو قواو ته چې دې له قدرت نه وغورزاوه، دنوېو فاشیستانو خطاب وکړ او خپل سېاسي مخالفېن ېې ډېرسرسخت نشنلسټان وبلل.

ډېوېد کېمېرون، پوټین او مرکېل
ډېوېد کېمېرون، پوټین او مرکېل

د روسېې ولسمشر پوټېن ېانه کووېچ ېوسیاسي مړی بللی دی، او په ېوکراین کې دهغه د نېولو لپاره د ډله ئېزو وژنو په تور فرمان جاری شوېدی.

د ېوکراین صدراعظم آرسېنی ېاتسېنکو پرروسېه تور ولگاوه چې د نړۍ امنېت له خطر سره مخامخوي. هغه پارلېمان ته وویل چې ېوکراین دېته چمتودی چې له روسېې سره رڼی خبری وکړی چې نوې اړېکی ورسره برقراری کړی، او هغوی د ېوکراین استقلال او دخاورې تمامېت په رسمېت وپېژني.

په تیره میاشت کی د حکومت ضد مظاهرو نه وروسته ، د کېف نه د تښتیدو راهیسی ، دا دویم ځل دی چې هغه خبری کوی، موقتی چارواکی افراطیان گڼی ، او غندی یی.

دغه بی واکه شوی جمهورریس، یانو کووییچ، د می د میاشتی په پنځه ویشتمه د انتخاباتو دپاره د حکومت پلان غیر قانونی بللی دی.

یانو کووییچ همدغه راز، امریکا ته او موقتی حکومت ته د یو ملیارد ډالر پور د تضمین په باره کی هم سختی خبری وکړی، وی ویل د امریکا حکومت حق نه لری چې داړه مارانو ته پیسې ورکړی.

له بلې خوا، د فرانسی خارجه وزیر لورانت فابیوس نن د سه شنبې په ورځ د فرانسی راډیو ته وویل، که چیری مسکو هغو پیشهادونو ته مثبت ځواب و نه وایی چې په کریمیا کی د بحران د کرارولو دپاره شویدی، نو امکان شته غرب پری په دی هفته کی پری بندیزونه ولگوی.

روسیه او غرب ، د روسیی د طرفدارو قواوو له خوا په ېوکراین کی د کریمییا د نیولو په سر جنجال لری او د تیارسی په حالت کی دی. په ېوکراین کی دغه هغه وخت پیل شو چی یانوکوویچ په تیره میاشت کی د ېوکراین نه وتښتیده.
XS
SM
MD
LG