د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین روان کړکیچ او د مذهب رول


په کیف کې مظاهرچیان
په کیف کې مظاهرچیان
د مظاهرو په پیل کې، مذهبیانو په کیف او د اوکراین په ځینو نورو برخو کې خپل رول ولوبوه چې، د عقایدو د تاریخ پروفیسور اندریا زوبوف یې په اړه داسې وايي:

« د بېلابېلو برخو پادریان، د ارتودکس بېلې بېلې ډلې، موحدین او د یونان کاتولیکان ټول سره ځای شوي و».

په داسې حال کې چې د اوکراین کې د مذهبي ډلو مشرانو په کیف کې د نوي سیاسي مشرتابه ملا وروتړله، د روسيي مذهبي مشران چوپه خوله دي.

الګساندر سولډاتوف د مذهبي چارو خبریال دی:

« د روسيي د ارتودکس کلیسا لا هم خپل دریځ روښانه کړی نه دی، دوی ان د ایسټر ورځ چې د حضرت عیسی د بېرته ژوندي کېدو ورځ بلل شوې، هم د تاوتریخوالي د بندولو غږ ونکړ.»

ښايي د اوکراین روان کړکیچ د روسيي د ارتودکس د کلیسا او په اوکراین کې د دغې کلیسا د پلویانو ترمنځ د بیلتون او اختلاف لامل شي .

د روسيي د ارتودکس کلیسا چې د روسيي له حکومت سره نژدې اړیکې لري، د دغه راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، پروفیسور زوبوف یو وارې بیا:

« که دوی د ولسمشر پوتین ملاتړ ته ورودانګي، په اوکراین کې به یې پلویان ترې جلا شي او که د اوکراین ملا تړ کوي نو د روسيي په مشرتابه کې به لويي ستونزې وزېږوي.»
د مظاهرو په پیل کې، مذهبیانو په کیف او د اوکراین په ځینو نورو برخو کې خپل رول ولوبوه
د مظاهرو په پیل کې، مذهبیانو په کیف او د اوکراین په ځینو نورو برخو کې خپل رول ولوبوه
په اوکراین کې د ارتودکس د مذهب شاوخوا څلوېښت فیصده (۴۰٪) پلویان د روسيي ارتودکسان دي.

زوبوف او سولډاتوف دواړه وايي چې مذهبي مشر کیریل د اوکراین د کړکیچ پر سر له ولسمشر پوتین سره مخالفت لري.

دوی وايي مذهبي مشر کیریل د مارچ په اتلسمه کله چې پوتین په کریملین کې د کریمیه په اړه وینا اوروله، حاضر نه و. خو د اوکراین ارتودکس پادري یاکوف کروتوف دغه نظر ردوي:


« کلیسا په رسمي ډول د پوتین تر شا ولاړه ده او د مذهبي مشر کیریل او پوتین په اړه خبرې تشې اوازې دي.»

ښاغلی کروتوف په دې باور دی چې مذهبي مشر کیریل ځکه له څه ویلو ډډه کوي چې خپل حیثیت خوندي وساتي، چې دا یو بې مانا کار دی .

خو له دې سره - سره د اوکراین او روسيي ارتودکسان ایسټر د رخصتۍ د یوې مهمې او مذهبي ورځې په توګه لمانځي.

عیسویان وايي ایسټر هغه ورځ ده چې حضرت عیسی په کې بېرته ژوندی شوی دی. سږ کال دغه ورځ په ختیځ او لویدیځ کې په یوه وخت راغله.

له شک پرته چې ډېر مذهبیان به دعا کوي چې روسيه او اوکراین روان حالت له خرابوالي راوګرځوي.
XS
SM
MD
LG