د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران زروی پروگرام د اوکراین بحران او د امریکا ډیپلوماسي


جان کیري په لندن کې د برتانیې د بهرنیو چارو دوزیر( فیلیپ هېمانډ) سره وکتل

جان کیري په لندن کې د برتانیې د بهرنیو چارو دوزیر( فیلیپ هېمانډ) سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د شنبې په ورځ په لندن کې وویل چې د ایران د ذروي پروگرام په مذاکراتو کې لا تر اوسه هم « خاص خنډونه» موجود دي. ټاکل شوې دا مذاکرات نن د یکشنبې په ورځ په ژینیو کې پیل شي.

هغه وویل چې « په دې سفر کې تر اوسه لا اوږد واټن پاته دی.» کیري وویل چې که د مارچ تر ٣١مي پوري چې وروستی مهلت دی، کومه موافقه ونه شي، نو دا مذاکرات به نور پسې اوږده نه شي.

کیري وویل چې ولسمشراوباما هم نه غواړي چې دا خبري دي تر خپل اصلي مهلت هاخوا دوام وکړي.

د ژینیو مذاکرات د دې د پاره کیږي چې د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو- امریکا، برتانیې، چین، فرانسې، جرمني او روسیې تر منځ د موافقې د ترلاسه کولو د پاره تخنیکي ستونزي او جنجالونه حل کړای شي. د دې موافقې له مخي به ایران د ذروي وسلو د جوړولو نه لاس اخلي او په عوض کې به ورباندي لگیدلي بندیزونه سپک شي.

کیري به د ایران د بهرینو چارو د وزیر( جواد ظریف ) سره وگوري چې دا معلومه کړي چې دواړي خواوي باقي پاته اختلافونه حلولای شي او که نه.

امریکا او بریتانیې د شنبې په ورځ په روسیې باندي په داسي حال کې د نورو بندیزونو د لگولو په اړه بحثونه کړي دي چې د یوکراین د یوې اونۍ کمزوری اوربند د ماتیدو په حال کې دی.

د اوکراین بحران او کمزوره اوربند

جان کیري په لندن کې د برتانیې د بهرنیو چارو دوزیر( فیلیپ هېمانډ) سره وکتل او وروسته یې وویل چې ولسمشر براک اوباما به په څو راتلونکو ورځو کې دا پریکړه وکړي چې د اوربند د نه مراعاتولو له کبله تر کومي اندازې پوري نوي بندیزونه ولگول شي.

کیري وویل چې « تراوسه پوري روسیې او بېلتون غوښتونکو په خپله خوښه په څو خاصو سیمو کې دا اوربند تطبیق کړی دی، مگر هغه په ( دیبالت سېف)،( ماریو پول) او نورو ستراتیژیکي سیمو کې نه دی تطبیق شوی. چې دا په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي. که دا کار دوام کوي نو دا ښکاره او ثابته ده چې هغه به نوري نتیجې ولري چې د روسیې په اقتصاد باندي به چې دا اوس لا تر زیات فشار لاندي دی، نور فشارونه هم واچوي.

کیري وویل چې دی په دې ډاډه دی چې امریکا او متحدان به یې په « جدي اقداماتو» جواب ووایي. هغه وویل چې د یوکراین قواو ته وسلې ورکول بل امکان دی چې واشنگټي فکر ورباندي کوي.

په داسي حال کې چې د یوکراین اردو او د روسیې طرفدار بېلتون غوښتونکي د حملو ملامتي په یو بل باندي اچوي، دواړو خواود اوربند د موافقې له مخي پرون بندیان سره تبادله کړل. په دې کې ١٣٩ یوکرایني سرتیری او ٥٢یاغیان وو.

XS
SM
MD
LG