د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په وړاندې د ناتو د اقدام پریکړه

  • شایسته سعادت

ناتو پر روسیی تور لگوي چې د جلاغوښتونکو ډلو سره د وسلو او پوځیانو په ورکولو ملاتړ کوي.

ناتو پر روسیی تور لگوي چې د جلاغوښتونکو ډلو سره د وسلو او پوځیانو په ورکولو ملاتړ کوي.

ښاغلي رسموسن دا خبرې په برکسل کې د ناتو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه مخکې وکړې.

هغه وویل چې په اوکراین کی کړکیچ ناتو دیته اړ ایستله چې د روسیئ سره خپله عملي همکاري ودروي «نن به مونږ د روسیی سره پر خپلو اړیکو باندې له سره غور وکړو او پدې پریکړه کوو چې وروسته لدې به د روسیی په برخه کی څه کوو.»

د اوکراین جمهور رئیس پیترو پوروشینکو پرون خبرداری ورکړ چې هغه به د اوربند اعلان مخکې له وخته ختم کړي ځکه پرون د روسیی ملاتړو جدایي غوښتونکو څو ساعته وروسته لدې چې مسکو کیف د اوربند د مودې لا غزیدو او د یاغی مخالفینو سره خبرو اترو ته وهڅاوه، د اوکراین یو پوځي هلی کوپتر را وغورځاوه.

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیگ هم په همدې تړاو غبرگون وښود « یوروشینکو د سولې یو ډیر ښه او په هوښیاری جوړ شوی پلان وړاندې کړ. په خوله ددې پلان هرکلی وشو خو په عمل کی هیڅ هم نه کیږی او یو مثال یی د هلی کوپتر راغورځول و. »

د روسیی د پارلمان د سنا مجلس د جمهور رئیس هغه پریکړه سلب کړه چې پر بنسټ یی هغه په اوکراین کې د پوځي مداخلې جواز درلود. دا هغه اقدام دی چې د منظورۍ غوښتنه یی پخپله د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین له خوا شوی وه خو نن د چهارشنبې په ورځ پارلمان دا پرېکړه فسخه کړه.

د سنا په مجلس کې د دفاعي او امینتي کمیټې مشر داسې وویل«د مارچ د لومړۍ نېټې پرېکړه ېوازې دفاعی او دمخنیوی لپاره وه. ددې پرېکړی موخه د چا پرضد اقدامات نه وو.»

د اوباما د ادارې چارواکي وايي پر روسېې باندې بندیزونه ځنډیدلای شي.

ېو لړ بندیزونه چې د روسېې د اقتصاد پرمهمو برخو باندې ېې لگېدل په نظر کې نیول شوي وو، ښايی هغه ددې لپاره وځنډول شي چې دروسېې ولسمشر ویلادېمیر پوټین له خوانه مثبتې نښې نښانې څرگندې شوي خو ستونزه دا ده چې وایي تر اوسه پې عمل ندی شوی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویانده میری هاف وایي «مونږ په حالاتو کې مثبت بدلون گوروو. اوربند د ځینو جدایی غوښتونکو ډلو له خوا منل شوی خو په عین ورځ کې ځینی نورو جدایی غوښتونکو هلی کوپتروویشته او را ویی پرځوله. جمهور رئیس پوتین وایی یو څه، او کوي بل څه.»

بل پلود امریکا د جمهوری رېاست مرستېال جوباېډن د اوکراین له ولسمشر پېټروپوروشینکوسره ددریم ځل لپاره خبرې وکړې، اود الوتکې دغورځېدو په پېښه کې یې د قربانیانو په تړاو خواخوږي ورته څرگنده کړه.

سپېنې ماڼۍ وویل چې ولسمشر اوباما او د برتانېې صدراعظم ډېوېډ کمرون پرون د سه شنبې په ورځ هم د اوکراین پرحالاتو بحث وکړ. د سپېني ماڼۍ ویاند، جاش اېرنېست وویل چې که چېرې روسیه مثبت بدلونونه راولی نو د نوروبندیزونو لگولو امکان به کم شي.

XS
SM
MD
LG